افغانستان

د سولي خبري په دې مانا چې چې د بهرنیانو سره مقاومت ختم سی

salam_zaifد طالبانو د حکومت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان له سفیر ملا عبدالسلام ضعیف سره ځانګړي مرکه .

مرکه کونکی: میرویس جلالزی

کابل- افغانستان

پوښتنه: تاسو په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ  پر مهال د سفیر دنده لرله، په دې وروستیو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د

سولې د خبرو په اړه بحثونه تاوده سوي ایا په اوسنیو شرایطو کې تاسو د دغو دوو اړخونو ترمنځ د سولې امکان وینئ؟

 

ملاعبدالسلام ضعیف: زما په فکر سوله یو اړین ضرورت دی، په افغانستان کې ، په نړۍ کې  او په ټوله دنیا کې.

 

دا مسله اوس نړۍ درک کړې چې که په افغانستان کې سوله نه وي نو په سیمه کې به سوله نه وي او بیا به په ټوله نړۍ کې سوله نه وي.

 

زما فکر دا ده ډير هغه خلک چې پوهیږي چې سوله څومره ارزښت لري هغوی د سولې طرفداران دي.

 

تر ډیره بریده د دې مشکل کلي له امریکا سره ده، امریکا یو قوي او په عین وخت کې یو جابر اوحاکم قوت دی، دلته د امریکا په وجود کې د افغانانو استقلال او موجودیت مانا نه لري،  تر څو چې امریکا خپل دریځ بدل نه کړي د افغانانو هڅي نتیجه نه لري، امریکا  تر اوسه پوري په واضح دول د جنګ ستراتیژي سولې ته نده اړولي.

 

 

پوښتنه: امریکا په دې وروستیو کې ویلی چې په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي او بریتانیا او نورې نړۍ هم دا خبره کړي چې د سولې په لاره کې د افغان حکومت د سولې ملاتړ کوي نو تاسو څرنګه ویلای سئ چې امریکا او نوره نړۍ دلته سوله نه غواړي:

 

ملاعبدالسلام ضعیف: دلته د افغانستان د سولې خبري څه مانا لري، تاسو وګورﺉ د سولې خبرې دلته په دې مانا دي چې هغه مقاومت چې له بهرنیانو سره روان دی هغه باید مات سي او نوره مانا نه لري.

 

افغان حکومت په خپله تر سیورې لاندي دی چې ایا مستقل دی که غیر مستقل ایا ګوډاګی دی که د افغانانو حکومت.

 

که چیرته د افغانستان انتخاباتو ته وګورو نو داسي ونه سول چې داسي کسان راسی چې د خلکو استازي توب وکړي په دغو انتخاباتو کې ریشخند جوړ سو، دلته به یو حکومت وي چې یو تحمیلي حکومت دی، دغه حکومت د امریکا له لوري جوړ سوی او د امریکا تر یرغل د هغوی په مرسته جوړ سوی دی.

 

دلته د حکومت مشکل له طالبانو سره دومره ندی چې له هغوي سره دخارجیانو مشکل دی. بهرني ځواکونه او د هغوی کړنې دلته نه د افغان دولت او نه هم د طالبانو  په کنټرول کې دي او  دغه مشکل دی چې امریکا غواړي دغه ستونزه د افغان ادارې په غاړه واچوي  که چیرته افغان اداره منطق ولري او پوهه ولري دغه دروند او له جنایته ډک مسولیت به خپل ځان باندی وانچوي.

 

پوښتنه: ایا داسي یوه مرجعه موجوده ده چې افغان دولت ورسره خبري وکړي د طالبانو له اړخه  ایا هغوي ادرس لري؟

 

ملاعبدالسلام ضعیف: نه، همدا ستونزه ده، بهرنیانو په افغانستان کې وضعیت داسي کړی چې د طالب لپاره نه د هغه په کور، نه په افغانستان او نه په پاکستان او نه نړۍ کې ځای سته، د هغوی کور نړیدلی دی او له ملک څخه فرار سوي دي او هغوي د ژوند ګرنټي نه لري او د هغوي په سر باندي انعامونه ایښودل سوي دي.

 

 

پوښتنه: ترکیه وایې چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو کوربه توب کولای سي ستاسو فکر په دې اړه څه دی؟

 

ملاعبدالسلام ضعیف: خبري مانا نه لري، تر هغه چې یو تضمین نه وي او د طالبانو یو مستحکم آدرس نه وي، او هغه خنډونه چې د خبرو په لاره کې دي لري سوي نه وي، او د افغانستان راتلونکی تظمین سوي نه وي زما په فکر دا خبري په ترکیه او یا بل ځای کې مانا نه لري، یو څوک به څرنګه طالبان داسي ځایونو ته واستوي چې خبري وکړي په داسي حال کې چې بیرته راسي او ونیول سي.

 

پوښتنه: که ملګري ملتونه او یا د ترکیې هیواد طالبانو ته د یوې نمایندګۍ تظمین ورکړي  ایا طالبان به یې ومني

 

ملاعبدالسلام ضعیف: زما په فکر ښایې هغه ځای د یوه څو کسانو لپاره وي، هغه کیدای سي چې طالبان په یو ځای کې وي، یوازي په نمایندګۍ طالبان بسنه نه کوي هغوي باید د یوه سیاسي مخالف  تنظیم په توګه وپیژندل سي، که چیرته افغان دولت دغه اپوزیشن په رسمیت وپیژني دا به طآلبانو ته یو ډول د خوندي توب تظمین ورکړي او بیا کیدای سي چې له هغوي سره خبري وسي، او دا چې طالبان یو څو کسان ترکیې ته واستوي او ترکیه یې تظمین وکړي او هغوي بیرته راسي دا کار ګټه نه کوي او دا یوه غولونکي هڅه ده .

 

پوښتنه: تاسو وویل چې طالبان باید د یوې سیاسي مخالفي ډلي په توګه وپیژندل سي که چیرته افغان حکومت دې کار ته غاړه کیږدي ایا شونې ده چې طالبان د کابل  حکومت هغه غوښتنې ومنې چې یوه یې له القاعدې ډلي د هغوي بیلوالی دی؟

 

ملاعبدالسلام ضعیف: زه فکر نه کوم چې دا کار دي اوس د افغان دولت او طالبانو تر منځ وي، زه دا نه وایم چې افغان دولت دي هغوي په رسمیت وپيژني، افغان حکومت مطرح ندی دلته دوه طرفه دي یو بهرنیان دي چې افغانستان یې نیولی او بل لوری طالبان دي، حکومت خو د امرکیا له لوري جوړ سوی دی، زه فکر کوم چې طالبان د حکومت غوښتنې نه سي منلای، د دې مشکل  حل د افغان دولت تر سویې لوړ دی او دا ستونزه نړیواله ګرنټي غواړي، افغان ولسمشر حامد کرزی او د هغه ملګري د سولې خبرو ته ډیر لیواله دي، خو چون د دې لپاره هیڅ ګرنټي نسته او طالبان دغه کار ته لبیک نه وايي، طالبان له دنیا سره مشکل لري او د دنیا له لوري باید هغوي ته تظمین ورکړ سي.

 

پوښتنه : ۲۰۱۰ کال پای ته ورسید، ایا دا کومي هڅي چې په همدې کال کې د سولې  د راتګ لپاره د افغان دولت له لوري تر سره سوي ایا  دا له هیڅ سره برابري دي؟

 

ملاعبدالسلام ضعیف: زه خو یې برابري نه بولم هغه څه چې په دې لار کې سوي هغه ته راته ووایه؟

 

پوښتنه: افغان دولت وایې چې په همدې کال کې دوي د طالبانو له یو شمیر  مشرانو سره کتلي دي، په یو شمیر سیمو کې طالبانو  ښونځي پرانیستلي او ورته داسي نور کارونه ایا دا د سولې  په لاره کې د افغان دولت د هڅو مثبتې علامې نه دي؟

 

ملاعبدالسلام ضعیف: د سولې کمیسیون چې ټاکل سوی هغوي دا کار ندی کړی، دا کار که کړی هغه افرادو کړی، زه فکر نه کوم چې د سولې شورا کسان دي تر اوسه له طآلبانو سره مخامخ سوي وي او یا دي له هغوي سره خبري کړي وي.

 

پوښتنه: په پای کې ښاغلی ضعیف که چیرته د افغانستان  ټولي چارې تاسو ته وسپارل سي تاسو به د سولې لپاره کوم  کارونه وکړي؟

 

ملا عبدالسلام ضعیف: خدای دي ماته دا واک نه راکوي، دا یو ګران مسولیت دی، زما په فکر که زه اختیار ولرم د سولې په برخه کې به  لومړی د افغانستان د خپلواکۍ لپاره هڅه وکړم، تر څو چې افغانستان مستقل نه وي هیڅ دا ستونزه نسي هواریدلای، تر هغو پوري چې ښکیلاک ګر دلته هډي ولري دا ممکنه نه ده چې د سولې لپآره دي افغانانو سرونه ټیټ کړي، دوهم شی چې په کار دی هغه د ټولو افغانانو یو متقابل درناوی او زغمل په کار دی، که چیرته دا کارونه وسي افغانانان له جګړې  څخه ستړي سوي دي او په خپله یو له بل سره سوله وکړي.

 

د مرکه کونکی یادښت: مرکه په ډيره سړه سینه پای ته ورسیده خو یو څه چې هیڅکله یې هم نسم هیرولای او راته ډیر په زړه پوري  هم وو هغه دا وو  چې ملا صاحب عبدالسلام ضعیف نه له  مرکې دمخه او نه هم له مرکې وروسته راته د چای څښلو ننګ وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x