مایکروسافټ: له دې وروسته به د نوکیا (Nokia) نوم هم له منځه ولاړشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،لړم ۱،۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ په رسمي ډول اعلان وکړ چې له دې وروسته به د نوکیا نوم له منځه ولاړشي او دغه کمپنۍ به د مایکروسافټ لومیا (Microsoft Lumia) په نامه سمارټ فون تولید او بازار ته وړاندې کوي.

له دې مخکې ځینې غیر رسمي منابعو راپور ورکړی وو چې له دې وروسته به د نوکیا نوم نه کارول کیږي چې دغه خبر وروسته بیا د تیرې چهارشنبې په ورځ د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا تاييد شو.
تیره ورځ مایکروسافټ په رسمي توگه وویل چې له دې وروسته به دغه کمپنۍ د نوکیا لومیا پر ځای مایکروسافټ لومیا په نامه سمارټ فون بازار ته وړاندې کړي.

فرانسه کې د نوکیا څانگې به له نورو څانگو څخه وړاندې په فیسبوک، ټویټر او نورو اجتماعي رسنیو کې د دغې سمارټ فون نوم له نوکیا لومیا څخه مایکروسافټ لومیا ته بدل کړي.

وروسته له دې هم نوکیا په پوره ډول له منځه نه ځې او خپل فعالیتونو ته به په مخابراتي برخه کې ادامه ورکوي خو د دغې کمپنۍ سمارټ فون کاروونکي به له دې وروسته پر خپلو موبایلونو د دغې کمپنۍ نوم به ونه ویني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د