نظــر

ملعونې څیرې

لیکوال: جمیل الرحمن ندیم

په دې ورستېو ورځو کې د یو ملعون لخوا الله جل جلاله،د هغه رسول او اسلام ته سپکاوی وشو او د بل ملعون له خوا د اسلامي شریعت په ځینې احکامانو ملنډی ووهل شوې.اما تر اوسه د دولت له خوا کوم جدي غبرګون ندی ښودل شوی، چې دا خپله یو شمیر شکونه او شبهات راولاړوي.په هر صورت نه غواړم د دغې پیښې پس منظر ولټوم او علتونو يې رابرسیره کړم،فقط د دغو ملعونینو یادې کړنې ته د اسلام له نظره یوه لنډه کتنه کوم.

لومړی د امام ابن تیمیة رحمه الله له قوله د کنځا تعریف کوو،نوموړی فرمايې: هغه خبرې چې د یو چا په اړه ترې د هغه سپکاوئ څرګندیدلی شي، هغه کنځا بلل کیږي.

په الله جلا جلاله ایمان د دې خبرې تقاضا کوي چې د دغه ستر ذات عظمت او لویی ته تسلیم شو،په داسې حال کې چې کنځا(سپکاوی) د تعظیم منافي ده.یانې که یو څوک چاته کنځا کوي دا پدې مانا ده چې نه هغه ته په کوم درناوي قایل دی او نه ترې کوم ډار او ویره محسوسوي.نو له دې جوتیږي چې رب متعال ته کنځا کوونکی اصلا د ایمان څښتن ندی.

امام ابن تیمیة رحمه الله بل ځای فرمایي:الله جل جلاله او د هغه رسول ته کنځا(سپکاوي) کول کفر دی،که يې مرتکب خپل دغه کار حرام بولي او که حلال.

ابن راهویه د داسې شخص د کفر په اړه اجماع نقل کړې او فرمايې:یقینا د ټولو مسلمانانو په دې خبره اجماع ده چې الله جلا جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی کوونکی کافر دی سره له دې که هغه په اسلام اقرار کوي.

د قرآن عظیم الشان د دوو مبارکو ایتونو یوې لطیفې نقطې ته کتنه کوو. الله جل جلاله فرمايې: ﴿ إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَاباً مُّهِيناً “57” وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَاناً وَإِثْماً مُّبِيناً ﴾ [الأحزاب:58،57]

په پورته ایتونو کې الله جل جلاله د مومن اذیت لویه ګناه بللې او د ځان او خپل رسول صلی الله علیه وسلم اذیت (سپکاوی) يې په دنیا او اخرت کې د لعنت او د اخروي سپکوونکي عذاب سبب یاد کړی.دلته که متوجه شو نو راته جوتیږي چې د مومن اذیت لویه ګناه ده، چې سزا يې دوري دي مګر له دې پورته جرم(الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ته اذیت او سپکاوی)  کفر دی، چې سزا يې قتل ده. ځکه دا ښکاره ده چې الله جل جلاته ته اذیت(سپکاوی) کوونکی یو مومن ته له سپکاوي کوونکي لوی مجرم دی.

قاضي عیاض رحمه الله فرمايې : د مسلمانانو تر منځ په دې کې هیڅ اختلاف نشته ،چې الله جل جلاله ته کنځا (سپکاوی) کوونکی کافر دی او وژل يې روا دي.

ابن قدامة فرمايې: الله جل جلاله ته کنځا(سپکاوی) کوونکی کافر دی،که په خپل دغه کار کې جدي وي او که يې ټوکو کې کړی وي.

په پورته کرښو کې نو د جیدو اسلامي علماوو د اقوالو په رڼا کې الله جل جلاله ته د سپکاوي کوونکي شرعي حیثیت روښانه کړ اوس په لنډه توګه د هغه شخص شرعي حالت ته کتنه کوو چې اسلامي احکاماتو پسې ملنډې وهي.

شیخ عبد العزیز ابن باز رحمه الله د یوې اوږدې فتوې په یوې برخې کې فرمايې: وهكذا الإستهزاء بالله أو برسوله أو بالجنة أو بالنار أو بأوامر الله كالصلاة والزكاة، فالإستهزاء بشيء من هذه الأمور من نواقض الإسلام، قال الله – سبحانه وتعالى -: ﴿ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ “65” لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ ﴾ [التوبة:66،65] نسأل الله العافية.

یانې الله جل جلاله، رسول الله صلی الله علیه وسلم،جنت ، جهنم،د الله جل جلاله اوامرو لکه لمونځ،زکاة او نورو ته سپکاوی د ایمان له منځه وړونکو شیانو څخه دی.یانې په دې سره ایمان ساقطیږي.او پورته دوه ایتونه پرې دلیل دی.

همدا راز شیخ عثیمین هم نوموړی کس له اسلامه خارج بولي خو دموضوع د اوږدیدو له کبله يې د فتوې له رانقلولو ډډه کوم. او په یادو شوېو دلایلو بسنه کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x