دکیږدۍ ادبي بهیر اوونیز راپور

راپور: محمد انور علیمي   

دکوچیانودلېسې په تدریسي ودانۍ کې کیږدۍ ادبي بهیر پرله پسې شپږمه ناسته دشنبې په ورځ دتلې په شپږویشتمه ترسره کړه ،دناستې پیل ته محمد منیر دخدای (ج) دکلام په مبارکو ایتونو ښکلا وروبښله ،دویاندۍ چارې عبدالرازق بېنوا په غاړه لرلې،دتېرې اوونۍ راپور محمد انور علیمي ګډونوالو ته وړاندې کړ راپور دناستو کسانو لپاره ډېرپه زړه پورې وو رحمت الله حکیمي يې دښېګنو ترڅنګ بدګڼو ته هم ګوتې ور اوږدې کړې او زیاته يې کړه، دکیږدۍ دپنځم راپور په توګه ښکلی او راپارونکی دې ، ځینو کلماتو په ريښتیا هم زړه ته ټکان ورکاوه خو دا جمله  (ویاند دکره کتنې رسۍ وشلولې ) زماله لپاره په زړه پورې نه وه  او دراپور ویونکي دویلو په طرز يې هم دانتقاد لاس پورته کړ ، ویاند دادبي درس دوړاندې کولو لپاره ځان ته اشاره وکړه عبدالراق بېنوا دادبي درس لپاره (پښتو ادبي سبکونه او مکتبونه ) ترتیب کړې موضوع ګډونوالو ته وړاندې کړه  ادبي درس ډېر ښه وو، په ادبي سبکونو اومکتبو نو ډېرې پراخې خبرې وشوې وې دروښان دپیروانو په اړه  داسې لیکل شوي وو ((او دده مریدان اومخالفینو له اخوند در وېزه دده دسبک پیروي کوله )) په دې وینا له ګډونوالو سره دالویه پښتنه وه له دمره مخالفت ورسته چې داخوندروېزه له خوا پیر روښان دپیر تاریک  په نوم یادیده بیا څنګه دهغه دسبک پیرو کیدای شي ؟ بل ځای داسې لیکل شوي وو ((عبدالرحمن بابا دخپل مکتب بنسټ دروښانیانو دمفکورې او ایډیالوژي په اساس کېښود)) دې جملې ته په کتو سره دادبي مکتب دواړه صوفیان پیر روښان او عبدالرحمن بابا ولې دیو سبک او یومکتب خاوندان نه دي؟ چې ددواړو لپاره یوشان داسې لیکل کیږي (تصوفي او ادبي مکتب) دتیرو درسونو په نسبت دپوښتنو او ځوابونو لړۍ ډېره په جوش راغلې وه ویاند په څو خوږو بیتونو دګډونوالو پام دمشاعرې لور ته واړاوه  په وار وار شاعرانو راوړي  شعرونه ګډونوالو ته  وراورول شیرمحمد مهد هم په پنځو ورقولیکل شوی شعر له جیب څخه راویست شعر يې ډیر اوږد، خو ستړیدونکی نه و، قصیدې ته ورته وو دکیږدۍ داځلي غونډه درحمت الله حکیمي له خوا وارزول شوه راتلونکې ناستي ته سیدالله دلنډې کیسې دکرکتنې لپاره او رحمت الله حکیمي د(تاثر) تر سرلیک لاندي مضمون دادبي درس لپاره دراوړلو ژمنه وکړه ددوعايې په لوستلو ناسته پای ته ورسیده .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د