
هرات: استیناف نظامي محکمې د اردو یو افسر په اعدام محکوم کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱، ۱۳۹۳ل): د هېواد په لویدیځ هرات ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي چې ددغه ولایت استیناف نظامي محکمې د اردو یو افسر د اعدام په جزا محکوم کړی.
د هرات ولایت د استیناف نظامي محکمې رییس ویلي چې دغه افسر خپل یو ملګری عسکر د خوب په حالت کې ویشتلی و.
لوړ پوړي افسران د خپلو ملګرو په وژنه یا په وهلو ټکولو زیات وخت هغه مهال لاس پورې کوي چې ټيټ پوړي عسکر یو شمېر خودسره کارونو ته غاړه نه ږدي.
د اردو، پولیسو او اربکیانو قومندانان په زیاتو سیمو کې د خپل شخصي دښمنیو غچ د خپل ټيټ پوړو عسکرو په لاس اخلي چې ځينې وختونه د ټيټې کچې عسکر دغه ډول عملونو ته تیار نه وي .
ویل کیږي چې د دغه افسر مدافع وکیل ویلي چې د استیناف نظامي محکمې حکم غیرقانوني دی او دوی يې په ستره محکمه کې په اړه استیناف کوي.
نوموړی افسر تر دې وړاندې د هرات ابتدايي محکمې هم په اعدام محکوم کړی و.