نظــر

موږ جاوید اهوار ژاړه ،مجید قرار یې په خرۀ سپور راووړ

جیلاني پښتون

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره نه پوهیږو په حکومتي چارواکو او مطبوعاتیانو کوم باد لګیدلی ، چې یو په بل پسې په اسلام اعتراضونه کوي، د ایکسپریس ورځپاڼې لیکوال جاوید اهوار په الله تعالی او اسلام مخامخ او صریح اعتراضونه کوي،د حنیف اتمر په نوم دملي امنیت سلاکار په هیواد او حتی ټوله سیمه کې ددیني مدارسو د بندولو ګواښونه کوي، خودا لړۍ لا هم دریدلې نه ده او وروستۍ پیښه یې څو ورځې وړاندې د اشرف غني د یوه تبلیغاتي کمپاینر مجیدقرار لخوا په امریکا کې یوه کانفرانس ته په خبرو کې پیښه شوې ده .

د USIP په نامه دامریکا یوې شکمنې ادارې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د فعالیت او دموکراسۍ د تقویې په موخه یو سیمینار جوړ کړی و، چې له افغانستان څخه یي هم خپل یوشمیر تبلیغاتي مبلغین ورته بللي وو، له کابل څخه په غوښتل شويو فیسبوکي مبلغینو کې مجیدقرار، ضمیرڅار، حبیب خان توتاخیل، احمدشجاع،ایمل پسرلی او ځینې نور شامل وو، چې له امریکایي تبلیغاتي کارمندانو سره یې په افغانستان کې د انټرنیټي تبلیغاتي جنګ د مؤثر کولو په برخه کې خپل نظریات شریک کړل.

ددې پروګرام په لړ کې چې کله دخبرو وار مجید قرار ته رسیږي نوموړی په خپلو خبرو کې چې دانټرنیټ او اجتماعي شبکو په اړه دي، پرته له کوم تړاو څخه په اسلام او دیني احکامو برید کوي.
الله تعالی د قرانکریم په النساء سورت کې د مسلمانانو ترمنځ دمیراث د تقسیم په اړه فرمایلي چې : للذکر مثل حظ الانثیین .. په میراث کې د نارینه لپاره د ښځې په نسبت دوچند برخه ده .

مجیدقرار د فیسبوک د د خوښولو دتګلارې په اړه وویل چې دفیسبوک تګلاره ډیره عادلانه ده چې نر ، ښځه ، ماشوم او ستر ټولو ته برابر د یوه لایک حق لري، داسې نه ده لکه داسلام دمیراث قانون چې ښځې ته نیم حق ورکول کیږي .

د اسلامي احکامو په وړاندې معارضه او مناقشه که څه هم په ډیرو عادي مسائلو کې وي، یو خطرناک کار بلل کیږي،که څوک په عادي ډول ووایي چې ماته کدو خوړل خوند نه راکوي ، هیڅ پروا نلري ، خو که دمعارضې په ډول داسې ووایي، چې دالله تعالی پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته د کدو خوراک محبوب و، لیکن ماته محبوب نه دی، په دا ډول معارضه او مقابله سره په لوی زیان کې دلویدو ویره شته .

که مجید قرار یوازې ویلي وای ، چې د فیسبوک هرچاته د برابر حق ورکولو تګلاره ښه ده، هیڅ خبره نه وه،مګر داچې نوموړی له دې خبرې سره داسلام د میراث قانون یادوي ، او دمعارضې په شکل تر الهي قانون څخه د یهودي مارک زوکربرګ تګلاره عادلانه بولي،دا د نوموړي دخطرناکو افکارو ګواهي ورکوي.

د اسلام له رویه هغه څوک چې د شارع داحکامو په وړاندې معارضه کوي د سخت چلند مستحق بلل شوي دي، داسلام له رویه له مسلمان سره له دریو ورځو زیات دخبرو او سلام قطع کول جائز نه دي، مګر که څوک داسلام په کوم حکم معارضه یا اعتراض وکړي، خبرې ورسره قطع کیدلای شي، په دې اړه یوه مشهوره واقعه د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د زوی عبدالله بن عمر چلند دی له خپل زوی سره .

وعن مجاهد عن عبد الله بن عمر أن النبي – صلى الله عليه وسلم – قال: “لا يمنعنّ رجل أهله أن يأتوا المساجد”. فقال ابنٌ لعبد الله بن عمر: فإنا نمعنهن. فقال عبد الله: أحدثك عن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – وتقول هذا؟! قال: فما كلمه عبد الله حتى مات

حضرت مجاهد روایت کوي چې عبدالله بن عمر له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت وکړ چې هغه فرمایل ، هیڅ سړی دې خپل زنانه مسجد ته له تلو څخه نه منع کوي،د عبدالله بن عمر زوی وویل ، مګر موږ یي منع کوو، عبدالله بن عمر ورته وویل زه درته وایم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل مه یي منع کوئ او ته دا وایې ! دهمدې معارضې له وجې عبدالله بن عمر له خپل زوی سره د مرګ تر وخته خبرې ونه کړې .

که له مجید قرار څخه دا خبرې د سبقت لساني او ژبنۍ خطاء له امله شوې وای بیا هم دومره خبره نه وه ، مګر نوموړی لا هم په خپله خبره ټینګ دی، او تراوسه یي الله تعالی ته توبه نه ده ویستلې، او بیا بیا خپله دا خطرناکه خبره تکراروي.

مجید قرار دا خبرې په داسې حال کې کولې چې ترشا یي دامریکا بیرغ ولاړ و له همدې ځایه زما باور دی چې د جاوید اهوار او مجید قرار لخوا په اسلام دغه اعتراضونه کوم تصادفي پیښه نه ده ،بلکې تر شایي دکفارو ستر پلان معلومیږي ، هیواد وال باید ددغسې کفر غږوونکو په وړاندې په متانت او ایماندارۍ ودریږي، او په هره ممکنه وسیله د کفارو جاسوسان له خپلو اهانت بارو کړنو څخه راوګرځوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

جيلاني صاحب ! داسی ښکاری لکه ته چي یواځی همدغه بیان سوی موضوعات وینی او نور معلومات درته نسته او ته اوس هم د فیل په غوږ کی بیده یی ګرانه وروره : وطن دی ولاړ مذهب دی ولاړ استقلال دی ولاړ مشر دی ډموکرات ناولۍ امریکایی غلام دی ښځه یی عیسایی دعوتګره ده ددین په خلاف خپل ټول وس کاره وی نه اسلام نور په افغانستان کی پریږدی مدرسی لا څه کوی خو یو لوی امید سته هغه الهی ساتنه ده که نه خلګ یی داسی غولولی د ی چي د وچ او لندو فرق نسی کولای

افغاان ځلمی

دا خو ښکاره خبره ده ، چه میدیا د نړیوال استعمار په واک کی ، قرار او اهوار هم د دهغو غلامان دی ، د هغوی هره خبره لکه سلمان رشدی ، ګلمکی او نورو ته چه یی کتابونه د هغو په نامه یهودانو جوړ کړی وو یعنی د قرار او اهوار خبره هم د یهودانو له خوا جوړی شوی خبری دی ، دا کسان په شرابو او ډالرو ماړه ساتی ، دوی لا خدا خلک دی اوس یی هم لا کمی ویلی او وایی که خدای ناخواسته بل څوک وی تر ده به یی ډيره ګنده ګی خپره کړی… نور لوستل »

غوربندي

سلامونه او احترام د جیلانی صیب د نظر په تایید د احوار د کفریاتو په غبرګون کې انجنیر قطب الدین هلال صیب هم یوه لیکنه وکړه زما په چورت کی همدا قرار او نور داسې خلک راوګرځېدل چې د تیرو جهادیانو په اصطلاح متعهد خلک دي، د هجرت په زانګو کې زږېدلي او رالوی او یا هم اوسیدلي دي ما غوښتل هلال صیب ته د هغو متعهدو په اصطلاح وروڼو نوملړ ولیژم چې په خپل نظریاتو کې د احوار وروڼه دي د دعوت و جهاد پوهنتون څخه یو فارغ متعهد ورور چې اوس په معارف وزارت کې مشاور دی قول… نور لوستل »

عبدالله

السلام عليکم په هر څه کې د الله تعالی حمکت وي د جهاد يو هدف دا دی چې پاک او نا پاک مسلمان او منافق سره جلا کړي ، ډيرو خوبه وړو به ويل چې دا خو جمهوري اسلامي (العياذ بالله ) ، سياف ملعون دجال او کشاف دجال او نورو دجالان به يې دليل نيول چې دغه ستر ستر علماء ورسره دي . لکن دا واضح حقيقت دی که تر اوسه پورې څوک نه پوهيږي نو هغوی دې پوه شي چې دا رژيم د اسلام نړولو لپاره يو کفري پروژه ده . پاتې شوه دا مسئله چې اسلام ولې… نور لوستل »

أحمد خالد

د محترم جيلاني صاحب د نبصري نه مخكي يو بل أفغان ورور ښاغلي أحمد هدايت د مجيد كرار د إظاراتو په هكله لا ندي تبصرة په خپل فيسبوك صفحه كي ليكلي وه : “هغه بله ورځ می د یو په امریکا مین مجيد کرارخبری واوريدي چی د اجتماعی شبکو یا سوشيال نټ ورک په باره کښی یی په امریکا کښی کولی. هغه په ډ یر تمسخر د ښځو میراث ته اشا ره وکړه او ویل ی جی اسلام کښی ښځو ته نیم حق ورکول کیږی. غریب سره ددی چی ځان ته مسلمان وایی خو دا سلام نه بیخی بی خبره… نور لوستل »

عبدلولی خان

اسلا مو علیکم: زمونز افغانانو سره ده هیچ کمی نشته خو یو د علم کمی ده دا خبره چی هر چا کری وی چی اسلام کی د زنانو حق نیم ده نو دا دیر احمق او جاهیله ده زکه چی زنانه خو تول عمر د پلار په کور کی نه وی کنه د خپل خاند کور ته به زی خاند کور به ورته هم یوه برخه ورکوی نو فرق بین مرد و زن ختم سو . او تاسی نور بی زایه تبصری مه کوی لگه د اسلام مطالعه وکوی مننه

شریف ستانیکزی

داخلګ مه ښوروئ! اوس چې له هیواده د یرغلګرو کډې په شادي نو بچوړي يي په افغانستان کې د ځان دټیکې ځای نه ویني نو څوک یې دلته داسلام او مذهب په خلاف خبرې کوي او ځینې چې يي د خپلې کعبې (سپینې ماڼې) په لیدو مشرف شوی هغوی هلته خولې وازې کړي … داخلګ نه مخکي مسلمانان وه اونه اوس کافران دي ،بلکي یواځې هغه ابن الوقت بی هدفه انسانان دي چې عقیده او مفکوره يي د مصالحو تابع ده . د دغو په ډله کې ځیني داسې کسان هم شته چې د همجنس ګرايي (مفعولیت) ناوړه عمل په… نور لوستل »

قاري سعيد خوستئ

محترمو كتونكو:
داسڑئ په خوا هم مسلمان نه ؤ
دا هغه ماديات پرست ملحد دئ چي هيچ دين مذهب اصول ورته ارزشت نه لري دوئ ته يوازي ماديات ارزشت لري
افغانان بايد نور درك كڑي چي دلته په سه نووم سه روان دي
كه غلي پاتي شو د اهوار او قرار او اتمر حادثي به ديره عا دي اوينو

نعیم احمد

امریکایانو د مجید قرار په کور کې ښځې په سپیو وداړلې دوه نفر میلمانه چی یو نانوای و او اوبل کراچی وان و هغه یی شهیدان کړل دتره زوی یی تر اوسه په بګرام کی دامریکایانو سره بندی دی په قران کریم دسپیو پلونه ماولیدل چی قرانکریم په ځمکه پروت و او دسپی پل برسیره پری معلومیدلو ، او اوس داسی کوی…………………………………………..

احمد یونس

سلامونه، نور سه نه وایم خو دومره ضرور وایم چی مجید خان او ملگری یی امریکا ته دچتیاتو ویلو ته نه دعوت سوی بلکه دا غونده په شهر نو کابل استار هوتل کی د طلوع تلویزیون او امریکا سفارت په همکاری رابلل شوی وه. نور زه نه خبر چی دوی حه ویلی وی چی تاسو دومره په قهر یاست. مننه

انجینر وحیدالله کامران

دمجید قرار دخبری په اړه زه باید وویم چه اسلام ښځی ته نیم حق ندی ورکړی بلی نیم حق یی دخپل پلار په کور کی او نیم حق یی دمیړه په کور کی دی چه داحق بیا پوره شو

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x