
عبدالرشید راشد د سترې محکمې سرپرست رییس وټاکل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱، ۱۳۹۳ل): وروسته له هغې چې د سترې محکمې پخواني سرپرست رییس پوهاند عبدالسلام عظیمي له دندې استعفا ورکړه او اشرف غني احمدزي د نوموړي استعفا ومنله، اشرف غني احمدزي عبدالرشید راشد د سترې محکمې د رییس په توګه ټاکلی.
د باختر خبري اژانس د راپور په اساس اشرف غني احمدزي د یو فرمان په ترڅ کې د قضاییه قوې د چارو د ښه والي په موخه عبدالرشید راشد د سترې محکمې د سرپرست په توګه ټاکلی.
عبدالرشید راشد په ۱۳۲۰ هـ ل کال په بغلان کې زیږیدلی دی. په ۱۳۴۳ هـ ل کال يې د کابل پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی.
عبدالرشید راشد په ۱۳۲۰ هـ ل کال په بغلان کې زیږیدلی دی. په ۱۳۴۳ هـ ل کال يې د کابل پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی.
نوموړي په تېرو کلونو کې بېلابېلا دندې کړي.
په پیل کې د بغلان ولایت د ابتدائیه محکمې رییس په توګه وټاکل شو.
په ۱۳۴۹هـ ل کال کې د سترې محکمې د عمومي عارضین مدیر په توګه وټاکل شو.
په ۱۳۵۱ هـ ل کې د سترې محکمې د تحریراتو رییس په حیث وټاکل شو.
په ۱۳۵۷ هـ ل کې د سترې محکمې د مامورینو قاضي وټاکل شو.
په ۱۳۵۸هـ ل کې کابل د تجارتي دیوان قاضي وټاکل شو.
په ۱۳۶۱هـ ل کې د عدليې وزارت د تجارت ریاست د دیپارټمنټ سرپرست وټاکل شو.
عبدالرشید راشد په ۱۳۸۳ کې د حامد کرزي لخوا د سترې محکمې شورا دغړی په توګه معرفي او په هماغه کال کی د افغانستان د پارلمان دتایید وړوګرځیده له ځنډپرته یی په کارپیل وکړ.
او نن د لړم په لومړۍ نېټه د اشرف غني احمدزي لخوا د سترې محکمې د سرپرست رییس په توګه وټاکل شو.