
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په موټر نن ماښام یوه قوي چاودنه شوې.
د نوموړي ګوند د چارواکو په وینا دا یو سرتیری برید و، چې په نتیجه کې يې دوه کسان وژل شوي او په لسګونو ټپیان دي.
خپله د مولانا فضل الرحمن په اړه ویل کیږي چې له برید څخه روغ وتلی.
راپورونه وايي چې مولانا فضل الرحمن د کوټې په صادق شهید لوبغالي کې د مفتي محمود په ویاړ جوړه شوې غونډه کې له ګډون وروسته بیرته روان و چې په «میکانګي روډ» یې له موټر سره نږدې چاودنه وشوه.
يو تن عيني شاهد نن ټکی اسيا ته وويل چې پېښه د چاودېدونکو موادو په واسطه رامینځ ته شوې، خو پوليسو يې تر اوسه نوعيت نه دی څرګند کړی.
خو د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند جان بلیدي بي بي سي ته د تلیفون پر کرښه ویلي چې برید سرتیری و او له امله یې ۲ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شويدي.
نوموړي همدا راز د برید د هدف په اړه وویل چې د مولانا فضل الرحمن موټر په نښه شوی و او نوموړی هدف و.
د پاکستان د دولتي تلویزونونو د مولانا فضل الرحمن له قوله وايي چې چاودنه یو سرتیري بریدګر وکړه چې نښې نښانې په موټر بیخي ښکاره دي.
نوموړي زیاته کړې چې په چاودنه کې د موټر یو طرف بیخي ویجاړ شوی دي.
یاده دې وي چې په کوټه ښار کې نن د پنجشنبې په ورځ د درېیمه پېښه ده. تر دې وړاندې نامعلومو وسله والو پر یو بس ډزې وکړې چې له امله يې ۸ هزاره شیعه ګان ووژل شول او ۱ ټپي شول.
همدا راز د کوټې په قمبراني سړک د نيمه پوځيانو پر یوه کاروان بمي چاودنه وشوه چې له امله یې ۲ کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
تر اوسه د دې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
this was one case for other,if this ## man fazel rahman killer of afghan in this bumb become murdar,this was good news for afghans,but now this ## is still alive,
in direction of fazelraman and samiul jaq our many afghan died.this two ## are big enemy of afghans.
دیومسلمان په حیث پرمولاناصاحب دابریدغندم،مولاناصاحب یودینی عالم أودزرګونوعلماءمشردی