د غره لمن کې یو قبر (د سترګو لیدلی حال)

لیکوال: شفیع اعظم اوریاخیل

له ښار او خلکو یې ستړی په یواځې ځان مخ په غره روان شوم. څې څنګه کېناستم، یو تور ټیکرۍ ښځه مې ولیده چې د غره لمن کې مخ په هدیرې روانه وه او د یو قبر ترڅنګ چې سپینې کتارې پرې را تاو وې او جنډې پرې رپېدې کېناسته.

زه مخ په غره روان شوم، تر څو مې چې پښو کې وس وه پورته ختم او هره لحظه مې چې ترشا کتل د ښار منظره مخ په ښکلې کېدو وه. کورونه واړه واړه ښکارېدل. لږ دمه شوم او د دمې د اوږدوالي په پلمه مې ځان تېرباسه، مال ته راځه د غره له لمنې خپل کور پېداکړه. هر څومره مې چې هاخوا دیخوا وکتل د خپل کور په پېدا کېدو کې پاته راغلم، ځکه هغه اوس د دنګو ودانیو او د شخصي پانګې په ذریعه د جوړو شویو بلاکونو له لوري محاصره شوی وو.

دا کار مې ځکه کاوه چې یو وخت زه د طالبانو په واکمنۍ کې له خپل ورور سره همدغه غره ته راغلی وم، چې له لږ ځنډ وروسته مې خپل کور او په هغې کې ولاړ دنګ چنار پېدا کړ.

نور ستړی شوم، د غره په یوه برخه کې مې په غټه تیګه سترګې ولګېدې مخ پر هغې ور روان شوم چې له کېناستو وروسته به د ښار په ننداره شم.

له لږ دمې وروسته مې له ځان سره راوړې کتابچه او قلم را واخیست، په خپله دنیا او چرتونو کې ډوب شوم، ترڅو له خپل ځان سره حساب او د زړه خواله وکړم.

زه له قبرونو کافي اندازه لرې تللی وم. ساعت وروسته یو څو چیغو او د زوی په فراق کې مرثیو مې ټول حواث ګډوډ او د هغه قبر په ننداره شوم. د قبر له سره د هغې زړې تور ټیکرۍ مور اواز به د غره له باد سره کله لرې او کله دومره را نږدې شو چې ګویا زما ترڅنګ ناسته او په قبر اوښکې تویوي.

عجب یې زړګی ډک و. په ژړا ژړا کې یې د زوی له قبر سره داسې مجلس کاوه لکه هغه چې ورته مخامخ ژوندی ناست وي. ما چې د دې مور دې احساس ته کتل نو مې فکر کاوه چې اوس به ځوان شهید د خپلې مور له غاړې لاسونه تاوو، اوښکې به یې پاکې او ورته به کړي چې مورې نور مه ژاړه، چې ته دومره غمجنه یې، ډک کور دی پرېښود او دې سپېرې هدیرې ته ما پسې راغلې، نو درځه چې ځو کورته. هلته به مې بوډا پلار، خور او واړه ورونه هم راپسې خفه وي، در مخکې شه چې ځو.

نه نه! داسې نادرې پېښې چېرته امکان درلود.

ګورم یو سپینږیری بوډا مخ په هماغه قبر ور روان دی، هو سیده هماغه قبر ته ودرېد.

زړې بودۍ ته ودرېد، لاسونه ورته ښوروي او نورو قبرونو ته په اشارې یو څه وایي.کېدای شي خپلې میرمنې ته به  ډاډګیرنه ورکوي چې ولې بې ځایه ژاړې، ته نه ویني چې ستا د زوی په څېر لسګونه ځوانان دلته بیده دي. ټول مړه کېږو، چا دلته تر ابده د پاتېدا ټیکه وهلې.

بوډا ترې په خبرو خبرو کې لرې ولاړ، لکه چې زړه یې را ډک شو، ستونی یې غریو ونیوه، خپلې میرمنې ته یې شا کړه، غیرت یې چېرته مني چې میرمن یې په اوښکو لمده ږیره و ویني. هغه چې د میرمنې د زړه تصل لپاره راغلی وو، په خپله په ژړا شو. اوس به څوک دته قناعت ورکړي چې ژړا بس کړه او ژړا ښه نده.

دې صحنې ته په کتو ماته د یو پوه خبره را یاده شوه. چا ترې و پوښتل چې جنګ څه شی دی او سوله څه ته وایي؟

عالم په ځواب کې و ویل: سوله داسې یو حالت دی چې ځوانان یې تل د سپینږیرو تابوتونو ته اوږه ورکوي، مګر جګړه بیا داسې حالت دی، چې سپین ږیري او بوډۍ د ځوانانو په قبرونو اوښکې تویوي.
هو! دلته په دې چم او مالت کې جګړه روانه ده، هره ورځ په خرب سره تابوتونه ډکېږي او خالي کېږي.

که ټول د اوربند چیغه او د سولې غږ را پورته نه کړو، ویرېږم هسې نه چې …..!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغاان ځلمی
میلمه
افغاان ځلمی

رښتینی چه دی قیصی وزړولم ، الله ج دی احرونه درکړی ، ښه تمثیل شوی وه الله ج دی زمونږ دا غمیزه نوره نه اوږدوی ، له مرګه خو خلاصون نشته مګر د ظلم او وحشت مرګونه خو به نه وی او یا به دیر کم وی اوس خو هره خوا وحشت او بربریت نیولی

raz mohammed mohmend
میلمه
raz mohammed mohmend

ASSALAMUALIKUM.MY DEAR BROTHERS NOW IS TIME OF PEACE,LETS BECOME TO GETHER,
WE HAVE TO GAVE HAND AND NO MORE KILL ANY AFGHAN BY OTHERS.
DOCTOR SAHIB ASHRAF GHANI SAID,NO MORE KILLING AFGHAN BY OTHERS,
WHY TALIBS TAKE DIRECTION FROM ISI AND KILL AFGHAN SOULDERS AND POLICE..
POLICE AND SOULDERS ARE FROM THIS COUNTRY AFGHANS,
NOW IS TIME OF PEACE.THANK YOU