fbpx

دغلامیو جبری تړونونه (دریمه برخه)

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

په  دوه مخکنیو برخو کی مو یاده کړی وه  چه انګریزانو د روسانو سره  تل استعماری سیالی  درلودله  ، روسانو د مرکزی اسیا اسلامی هیوادونه او انګریزانو د هند لویه وچه د خپل استعماری تسلط لاندی راوستی وه ، د دوی د مخامخ جنګ د مخنیوی دپاره یی زمونږ هیواد حایل یا نیمه خپلواک پریښی  یعنی زمونږ هیواد به مستعمره نه وی مګر پوره خپلواکی به هم نه لری کله به د یوه او کله به د بل د اثر لاندی وی د مرکزی اسیا او د هند د لوی وچی پوره غلام هیوادونو زمونږ تر نیمه غلامی ډيٍره ګټه او مونږ د ډیرو تاوانونو سره مخ شوی یو او وو .

د ساینس او تکنالوژی  پرمختیا سره وسلو ، وسیلو ، فتنو او دسیسو پرمختګ وکړو ، نوی نړیوال استعمار د ماسونیستی نړیوال ګوند په رامنځته کولو ( چه دموکراسی او سکولریزم یی رامنځته کړل )  د روس او چین په شمول د ټولی نړی په هیوادونو کی یی ژوری ریښی وځغلولی ، د ټولو هیوادونو چارواکی په بیلابیلو کچو د هغه یهودی نړیوال  ګوند غړیتوب لری . د د ټولی نړی په مالی ، نظامی ، سیاسی ، فرهنګی ، ټولنیزو او داسی نورو چارو کی نفوذ پیدا کړو ، د ټولی نړی استعماری قوتونه  یی د دموکراسی او سکولریزم د چتری لاندی یو موټی او یوه خوله کړل یعنی د استثماری ګټو د پاره د استعماری قوتونو سیالی یی له منځه یووړی یا کمی کړی ، یعنی اوس د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو دپاره یوه مورچل او یوه صف کی سره ولاړ دی  استثماری لاسته راوړنی په اخره کی سره متناسبی ویشی .

امریکایان او انګریزانو پرون د روسانو په مقابل کی د  پرونی مجاهدینو سره مالی او نظامی مرستی کولی  مګر نن بیا هماغه روسان او انګریزان د نننی  مجاهدینو په مقابل کی سره یو موټی ،  یوه خوله او یو سنګر لری په دی واسطه  د اوسنو مجاهدینو سره نه خپله مالی او نظامی مرستی کوی ( لکه پرون چه یی کولی ) او غلام  اسلامی هیوادونه د دوی سره اندکه لاس اړونی یا د اوسیدو ځای ورکولو ته نه پریږدی حتی هغه غلامانو ته هم قومانده ورکوی چه په ضد یی د دوی په شان نظامی عملیات وکړی ، اسیران او شهیدان یی کړی حتی د عوامو څخه  د مالی  مرستو ترلاسه کولو مخه یی ورله نیولی په هماغه غلامو هیوادونو کی ددوی د ترصد ، تعقیب او شکنجو لاندی دی یعنی د پخوا په خلاف شرایط یی ورباندی ډير ضیق او محدود کړی دی .

نړیوال استعمار د الله ج د قدرت په مقابل کی  هیڅ هم نه دی ، الله ج انسانانو ته د خپلی خدایی د قدرت نښی په ډاګه کوی چه کفری طاقتونو ته چه شمیر یی زیات  اود  مادی امکاناتو له مخی هم  پیاوړی او غښتلی دی د بی وسو او کم شمیرو مجاهدینو په لاس چه نه په اسمان ستوری او نه په زمکه سیوری لری د شرمیدلو ماتو سره یی مخ کوی  الله ج خیر الماکریین دی ، د پرونی مجاهدینو سره که د الله اکبر د رانه شعارونه وو ( روسانو به ویل چه مونږ د مجاهدینو د الله اکبر د وسلی دفاع نه لرو ، د  ننتی مجاهدینو هغه معنوی پیاوړتیا یی د الله اکبر په شعارونو سربیره استشهادی قربانیو ته پورته کړه دومره ډیر دی چه ډيرو ته په میاشتو او کلونو کی نوبت نه رسیږی دغه دی  رښتینی سرتیری !!! ، په جنګ کی ویره د سر ویره وی څوک چه له سره تیر وی

د  رښتینو سرتیرو دغه وسلی او وسیلی  د نړی تر هر راز عصری ، موثرو او خطرناکو وسلو او وسیلو پیاوړی او غښتلی دی چه یو طاقت یی هم د مقاومت اومقابلی توان نه لری   ، انګریزان او غلامان یی رمباړی وهی چه مونږ د استشهادی مقاومت د مقابلی توان او دفاع نه لرو هر چیری او هر ځای کی چه وغواړی هر ډول دشمن ته ځانونه رسوی او اهداف له نزدی څخه په نښه او په پوره  ډول یی  له منځه وړی بریالی عملیات تر سره کوی  ، د بوش د دفاع وزیر رامز فیلډ همدا خبره کوله چه مونږ د مجاهدینو دغه تر ټولو عصری تعرضی وسله نه وه پیش پیشبینی کړی مطلب یی دا که مونږ ته داستشهادی سرتیرو او قربانیانو پته وی نومونږ به د افغانستان په غیرتی مجاهد اولس ابدا  یرغل نه وی کړی  .

 څلورم ـــ امریکایانو ته د افغانستان سپارلو تړون

ستاسی به په یاد وی چه د ملګرو ملتونو کی د انګریزانو نماینده د روسانو نماینده ته د تانی په ډول وویل چه تاسی خو به له یرغل مخکی د افغانستان  د تاریخ په هکله زمونږ څخه پوښتنه کړی وی چه د هند له لوی وچی څخه مونږ افغانانو راوویستلو ، په هر صورت ، د روسانو د پاره ډيره ناوخته وه چه د خپلو غلطیو جبران وکړی . د پوره لس کلونه  وحشت وروسته  د افغانانو د میلونونو شهیدانو د وینو په تویدلو ، هواره کیدلو او د ګران هیواد په کنډواله بدلیدلو په بیه مو وکولی شول روسانو ته داسی تاریځی شرمیدلی ماته ورکړو چه نه یواځی مو له خپله وطنه تیښتی ته اړ ویستل بلکه ټولی مستعمری یی له لاسه ورکړی ، حتی نوم یی له شوروی اتحاد روسی فیډریشن ته بدل شو د وارسا کمونستی ټلواله یی دایمی وشړیدله او د کمونیزم فلسفه یی د راتلونکو نسلونو د پاره د عبرت د رس په خاطر په موزیم کی کیښودل شوه ( د افغانستان نیول اسان مګر ساتنه یی د اوسپنی نینو چیجل دی ) .

زمونږ بی کفایتو او تش په نامه جهادی رهبرانو که د روسانو په مقابل کی یی څه  نسبی موقتی  بریاوی تر لاسه ولی د نفس په مقابل  کی یی هغه ټولی په  کلی  او دایمی ډول  بایلودلی ، انګریزانو چه هاغه وخت یی د روسانو په ضد د مجاهدینو سره مالی او نظامی مرستی کولی ، په دغه مرستو کولو یی د جهادی رهبرانو د پاکو او ناپاکو وینو رګونه وپیژندل ، په دغه شیطانی مرستو یی جهادی محاذونو او قوماندانانو ته لیار پیدا کړه او قوماندانانو ته یی بیل چوشکونه خولو کی ورکړل  ، په دی واسطه یی قوماندانان له رهبرانو بیزاره  او مستقل کړل  له هغه وروسته قوماندانان ددی په ځای چه له رهبرانو دستور او قومانده واخلی رهبرانو به ( چه قوماندانان له لاسه ورنکړی ) له قوماندانانو دستور او قومانده تر لاسه کوله . په دی واسطه انګریزانو وکولی شول چه قوماندانان او رهبران د ځان ( د لویدیز ) غلامان کړی .

اروپایانو  او امریکایانو جهادی رهبرانو او قوماندانانو ته  مرستی داسی ورکولی چه دوی به لکه د انګریزانو د عسکرو او مستخدمینو په شان د روسانو او کمونستانو په مقابل کی جنګیږی  ،  ټول جهادی او غیر جهادی ګوندونه یی د اروپایانو څخه دمرستو په لاسته راوړنه کی سره په سیالیو او دشمنیو واچول. په هر صورت ، انګریزانو چه  روسانو او کمونستانو ته یی په مسلمانانو ماتی ورکړه ویی غوښتل چه له همدی  روسانو او کمونستانو  څخه د مسلمانانو په مقابل کی استفاده وکړی  .

انګریزان چه د نړی ډير لوی شیطان قوم دی د نظامی پیاوړتیا په ځای یی شیطانی پیاوړتیا زیاته ده  اوږد مهاله پلانونه جوړوی او د هغو راتلونکی نسلونه هغه تعقیبوی ، حالات په خپله ګټه څرخوی ،  په بی شمیرو ډالرو یی جهادی رهبران ذلیله غلامان جوړ کړل مجاهد اولس یی د روسانو په مقابل کی وجنګولو روسانو او کمونستانو ته پری ماتی ورکړه هغه روسان  او کمونستان چه انګریزانو ورسره ( د کورکالی ډوډی په ژمنو او انقلابی شعارونو )  په زمکه کی د مقابلی او حتی اوسیدلو توان نه درلود ستورو ته یی پناه وړله . ولی زمونږ مجاهد اولس  د الله ج په مرسته په همدی زمکه کی دایمی شرمیدلی او شړیدلی ماتی ورکړی .

داچه له روسانو څخه د تیښتی ګودری خطا شوی وی چه څرنګه د مجاهدینو له اهنیونو پنجو ځانونه ژوندی وژغوری او دتیښتی لیاری ګودری پیدا کړی د انګریزانو سره یی تماس ونیولو چه په دی هکله ورسره مرسته وکړی ،  انګریزان چه په سیاسی چارو کی تر نظامی ډیر مخکی والی لری موقع غنیمت وګڼله  چه هم ورسره مجاهدین غلامان شوی وو او هم یی غوښتل چه مات شوی کمونستان هم د ځان غلامان او بیا دا دواړه غلامان دخپلو سکولریستو غلامانو سره یو ځای یو نوی دمو کرات حکومت کی یی ننباسی ، روسانو ته یی وویل چه تاسی د افغان مجاهدینو په مهارولو بریالی نه شوی حتی تاسی یی مهار کړی ، مونږ مخکی له مخکی ددی د باره نړیوال تیاری نیولی چه مونږ یی مهار کړو ، یو تړون به مونږ سره لاسلیک کړی د هغه تړون له مخی به هم تاسی ته د افغاانستان څخه د وتلو اسانتیا تر لاسه کړو او هم به هغه هدف تر لاسه کړو د کوم د پاره چه تاسی لس کاله بی نتیجی وجنګیدلی او دا چه دشمن مو بریاوی تر لاسه کړی په ماسکو کی به هم تری ارام پاتی نه شی .

روسانو چه هم تری د خپلی تیښتی لیار خطا وه او هم یی د خپلو ماتو پړه یی پر یوه او بل تپله ، یعنی دی کچی ته رسیدلی وو چه خپلو کی سره وجنګیږی او نننی روسیه هم ورته پاتی نه شی انګریزانو چه د خپل استعماری سیال ننواتی ولیدلی  د د داسی یو پلان جوړولو په فکر کی شو لکه څرنګه چه یی کمونیزم په مسلمانانو نیست او نابود کړو  په همدی ډول اسلام او مسلمانان په  روسانو ، کمونستانو او ددوی په نړیواله ټلواله دایمی ماتی ورکړی داسی حساسه مرحله ده چه روسانو د خپلی تیښتی د پاره انګریزانو ته او انګریزانو د مجاهدینو د ماتولو د پاره روسانو ته اړه وه ، نو د روسانو سره یی  د ملګرو ملتونو په منځګړتوب لاندی ماهرانه او شیطانی تړون لاسلیک کړو :

د انګریزانو له خوا :

اول :   داکتر نجیب  ( چه اخری کمونست ریس جمهور وو ) به تر هغی سیاسی قدرت ولری چه د ملګرو ملتونو په مینځګړتوب  د کمونستانو او تش په نامه مجاهدینو تر منځ اعتلافی حکومت رامنځته شی  ، فکر کوم چه دوی د داسی یو افغانی حکومت د جوړولو پلان هم نه درلود چه افغانان دی په خپلو کی سره جوړ ، یو موټی او یوه خوله شی  ولی د ځانونو د ښه ښکاره کولو د پاره یی دغه تبله هم ډنګوله چه ځانونه سوله دوست او بشردوست معرفی کړی .

دوهم : کله چه د اولی مادی ابشن عملی بڼه د ناکاکمیو سره مخ شی تاسی مخکی له مخکی کمونستان او مونږ اخوانیان په پشتو او فارسی ویشلی ، د جنګی چرګانو یا سپو په شان به یی سره پریږدو چه نر او ښځه پکی معلوم شی ، مونږ هر یو به خپلو ډلو ته پیسی او وسلی ورکوو تر هغی چه دوی ښه ستړی شی او بیا زمونږ د سولی شرایطو ته غاړه کیږدی او هغه اداره ومنی چه مونږ یی ورله جوړوو . په دی واسطه به جهادی روحیه  په قومی او ګوندی دشمنیو بدله شی .

دریم :  له خپل منځی جنګ وروسته به مونږ د امریکا او اروپا سکولریستانو ته  د تکنوکراتانو په نوم پاکستان کی د ماستری او دکتوراوو ډيپلومی جوړی کړو ، نیکټایی ، ښکلی دریشی  ، بوتان به ورته واغوندو او پښو کړو ، سرخی او سفیدی یا رنګ او روغن به ورته جوړ کړو  د خبرو کولو روزنه به ورکړو چا ته به د نړی متفکر او چاته به د نړی مبتکر ووایو له چاڅخه به د استعماری ایزمیانو او غربی میدیا په واسطه  ملالی او له چا څخه به  احمدشاه او میرویس خان جوړ کړو ،  کمونستان او اخوانیان  به دهمدغه  تکنوکراتانو سره  په یوه مثلثی ثلاته کی رانغاړو ، عمده او مهمی  دندی به تکنوکراتانو ، متفکراو مبتکرینو ته ( لکه کرزی ، غنی ، عبدالله او او ..) استخبارات ، امنیت او د زندانونو شکنجی ، تړلو او ایله کولو دندی  به  کمونستانو ته  ( چه په دی اړه ډیره تجربه لری )  ، د عدلیی ، پارلمان ، معارف، مذهبی او فتواوو( چه په مجاهدینو د دهشت ګرو فتوی ورکړی )  به اخوانیانو ته وسپارو  او دغه هره ډله به خپلو کی د پخوا په شان په ژبنی ، قومی، سمتی او ګوندی مخرجونو او ویاړنو وویشو ، په دی واسطه به یی غلامی ته خلل او زیان نه رسیږی خپلو کی  به پیرزو ، ډاډ او باور هم ونه لری  .

څلورم : انګریزان به  د روسانو د وتلو د پاره خپل اجنت (  احمدشاه مسعود ) ته دستور ورکوی چه د روسانو سره د هغو د وتلو د پاره تړون لاسلیک کړی او د روسانو د روغ  وتلو مسولیت په غاړه ولری .

د روسانو له خوا :

اول : روسان به داکتر نجیب  ته قومانده او دستور ورکوی چه د ملګرو ملتونو په منځګړتوب به د اخوانیانو او سکولریستانو سره په ګډه اعتلافی حکومت جوړونی ته غاړه کیږدی .

دوهم : کا جی بی به افغانستان کی د خپلی جاسوسی ټول نیټ ورک یا د جاسوسانو ټول لست ،  کړنی او اړیکی انګریزانو ته سپاری ، تر څو انګریزان  له هغو څخه  په  خپل منځی جنګونو او هم په راتلونکی حکومت تشکل او تعیناتو کی کار واخلی .

دریم : روسان به شمالی ټلوالی ته مالی او نظامی مرستی ورکوی چه د ملی او اسلامی  اسلامی مقاومتونو په مقابل کی ( که چیری رامنځته شی ) کی یی وجنګوی او هغه جنګ ته د خپل منځی جنګونو نوم ورکړی شی چه د ملی او اسلامی مقاومت نوم هم ورسره بدنام شی .  ‎

څلورم : روسان به د مرکزی اسیا هیوادونو ته دستور ورکوی چه د هغوی هیوادونو کی د افغانانو په ضد نظامی هوایی هډی مونږ ته راکړی  او هم به روسان زمونږ سره به لوژیستکی اکمالاتو کی مرسته کوی چه د دوی له خاوری اکمالات وکړی شو .

پنځم :  زمونږ په راتلونکی حکومت کی به استخباراتی ، امنیتی ، زندانونه او شکنجی به د کمونستانو له خوا اداره کیږی او که اړه وه روسان به د هغه وخت افغان حکومت  ته څه سپکی او څه درنی وسلی ورکوی افغانان د روسی وسلو ، الوتکو او ټانکونو سره بلدیت لری .

شپږم : انګریزانو روسان له هغه جنګی تاوان څخه ( چه د افغانستان مظلوم اولس ته یی  په یوه لسیزه کی رسولی وو ) وژغورل حتی  روسانو سره یی څه نقدی مرستی هم وکړی .

اووم : روسان به د انګریزانو د هغه ټولوښیګڼو په بدل کی د افغانستان  مستعمره کول انګریزانو ته سپاری مګر په ځينو تجارتی ، معدنیاتو په استخراجولو او داسی نورو کی  لکه د هند او چین په شان ورته  لږه سهمیه ورکړه .

په هر صورت ،د  پورتنی تړونونو له مخی  چه د دواړو استعماری قوتونو د استعماری ګټو د پاره ګټوری وی سره لاسلیک او روسان د احمد شاه مسعود د تړون له مخی روغ رمټ د دوه دری ورځو په اوږدو کی له امو دریاب څخه د تل د پاره پوری وتل.

د دریمی برخی پای         نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د