افغانستان

ننګرهار کې د ایساف ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې ده

Chinook_Kandaharد افغاانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې د ایساف ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې ده .

په ننګرهار کې د بي بي سي خبریال وايي، چورلکه په سرحدي لېوا کې د کېناستو پرمهال په توغندي ویشتل شوې، خو مرګ ژوبله په کې نه ده رامنځ ته شوې .

همداراز د سرحدي لېوا د ننه نن سهار یوه چاودنه هم شوې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چاودنې پېښه منلې او زیاتوي چاودنه د ایساف ځواکونو د چورلکې له رالوېدو سره رامنځ ته شوې ده .

ایساف ځواکونه هم مني چې د ننګرهار د سرحدي پولیسو په لېوا کې د کېناستو پرمهال یې یوه چورلکه رالوېدلې، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي .

دوی وايي په پېښه کې څوک نه دي مړه شوي، خو چورلکه له منځه تللې ده .

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جنورۍ پر وروستۍ ورځ (۳۱مه) په افغانستان کې یوه امريکايي سرتېري، چې په میدان ورګو ولایت کې ټپی شوی و، ساه ورکړه.

bbc

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x