له جهنم نه د ځان ساتنې خویونه

لیکوال: حامد افغان

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: دروند، نرم او اساني خوښوونکی او له خلکو سره مرسته کوونکی سړی، او هغه چې خلکو ته ورنږدې وي؛ په اور “جهنم ” باندي حرام دی. حُرِّم على النار كل هيِّن ليِّن سهل، قريب من الناس. أخرجه أحمد: (3928)، والترمذي: (2488).

امام عبدالرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایې:
هین: یعني دروند او وقار لرونکی انسان.
لین: دسختي ضد یعني نرم.
سهل: یعني دخلکو اړتیاوې پوره کوي دالله امرونه مني او له حرامو کارونو لري وي.
قریب إلی الناس: یعني بې تکلفه وي، په خلکو تکبر نه کوي له هرچا سره ناسته ولاړه لري.