افغانستان

امريکا: دپاکستان له مرستې پرته هم افغان جګړه ګټلای شو

ameriacanپه افغانستان کی دامريکايي پوځ یوه جګپوړي چارواکی ویلی دی که څه هم پاکستان دی ته تیارندی چه خپله خاوره کی داورپکو خوندی ځالی له منځه یوسی، خومونږ ددغه هيواد له مرستې پرته هم افغان جګړه ګټلای شو..

په افغانستان کی دامریکایی قواوو مرستیال جنرال ډیویډ روډریگز ویلی چه لدی سره سره چه پاکستان دافغانستان پرپوله دوسلوالو پرخلاف موثرعملیات کړی دی، خو ډيرکارلا پاته دی اوپه دې برخه کې نوراقداماتو ته هم اړتيا ليدله کيږي.

په دی وروستیوکی پاکستان دغرب ترسخت فشارلاندی راغلی دی اوتیره میاشت دامریکی دجنګی سټراټیجی دڅیړنو مرکز خبرورکړیدی چه دوسله والو دځپلو لپاره پاکستان بایدنورڅه هم وکړی.

په واشنګټن کې يوې خبري ناستې  ته دویناپرمهال جنرال ډیویډ روډریګز وویل مونږپاکستان ته ضرورت لرو چه دوسله والو پرخلاف نورعملیات وکړي، مونږباید دوی ته حوصله ورکړو اودوی دې ته تیارکړو
چه نوره همکاری وکړی ځکه ددوی همکاری زمونږ لپاره لاره هواره وی اودوسلوالو په ځپلوکی مونږته اسانتیاوی برابره وی
امریکایی جنرال زیاته کړه، خو دومره ویلی شم چه وسلوال ماتیدونکی دی اوداکار دپاکستان له مرستی څخه بغیر هم کیدونک دی
په دی وروستیو کی پاکستانی چارواکی دامریکی ترسخت فشارلاندی دی چی په شمالی وزیرستان کی دوسلوالو پرخلاف فوځی
عملیات وکړی، پاکستانی چارواکو په وار واردا ویلی دی چه مونږ دچاترتاثرلاندی نه راځو اوپه شمالی وزیرستان دپوځی عملياتو
دکولو یا نه کولوپريکړه به دپاکستان پوځ په خپله کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x