نورستان: وايګل کې څلويښت پوليس د طالبانو ليکو ته ورغلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱، ۱۳۹۳ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې د نورستان ولايت وايګل ولسوالۍ کې څلوېښت پوليس د دوی ملګرو سره يو ځای شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغو څلوېښتو پوليسو د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د هېواد بېلابېلو سيمو کې دندې ترسره کولې او نن د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له طالبانو سره يو ځای شول.

د ښاغلي مجاهد له قوله تسليم شويو پوليسو هوډ څرګند کړ، چې له دې وروسته به د حکومت پر ځای له طالبانو سره مرستې او همکارۍ کوي.

طالبان وايي، چې دوی دغو تسليم شويو پوليسو ته هر کلی وايي او د هر ډول مرستو او خوندي ژوند ډاډ ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو ګڼ شمېر منسوبين خپلې دندې پرېږدې او د طالبانو ليکو ته ورځي.

طالبانو د دولتي منسوبينو لپاره د جلب و جذب او دعوت او ارشاد دوه جلا جلا کميسيونونه ټاکلي تر څو د ملي اردو، پوليس، اربکيان او نور دولتي چارواکي د حکومت له ليکو راوباسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د