شعـــــرونه

رازونه‎ – نظام کندهاری

شاعر: نظام کندهاری

چي مي په زړه کي پټ ساتلي وه د غم رازونه
و ټول جهان ته کړل ښکاره د سترګو نم رازونه

دا کهکشان راسره درسته شپه په ساندو ژړل
لا هم پراته دي پر زړګي د صبحدم رازونه

لږ وکړه صبر اسرافيله شپېلۍ مه پو کوه
زه عرصات ته هم له ځانه سره وړم رازونه

دا بې تڼۍ تکړې تکړې ګريوان ته سپک مه ګوره
پکي پراته به وي د ميني يو عالم رازونه

ليونی نه يم چي تړمه د باروتو احرام
ما ته معلوم دي دا د ميني د حرم رازونه

دا زولنې او دار لا څه دي چي ګواښيږي راته
زه خو لرمه د منصور غوندي محکم رازونه

شهيد آشنا په آخيري سلګو کي داسي ويل
چي هېر مو نشي زموږ د وينو د زم زم رازونه

يو ورځ به نه وي دا ( نظام ) وي به ميلمه د لحد
يو د کاغذ پر مخ بې وينې د قلم رازونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x