ورزش

هندوستان د ویسټ انډیز لوبډله په خپلو کړو پښیمانه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱له، ۱۳۹۳ل): هندوستان کرکټ بورډ پریکړه کړې چې د ویسټ انډیز پر لوبډلې د سیالیو لړۍ نیمگړې پیښودو لپاره به قضا ته مراجعه وکړي او همدا راز د هندوستان او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ راتلونکي ټولې سیالۍ منسوخ کړې.

هندوستان کرکټ بورډ دغه پریکړه وروسته له هغې وکړه چې د ویسټ انډیز لوبډلې خپل کرکټ بورډ سره پر مالي ستونزو مجبور شول چې د هندوستان سره د سیالیو لړۍ نیمگړې پریږدي.

ویسټ انډیز لوبډلې دغه پریکړه هندوستان کرکټ بورډ ته ۴۰۰ لکه هندي کلدارې مالي زیان اړولی.

د هندي او نړیوالو رسنیو په وینا تیره ورځ د هندوستان په جنوبي ښار حیدر اباد کې له غونډې وروسته وویل چې دوي د ویسټ انډیز سیالیو نیمگړې پریښودو په مقابل کې قانوني لارې چارې لټوي.

په دغه بیانیه کې ویل شوي چې د هندوستان او ویسټ انډیز تر منځ د سیالیو ټولې لړۍ منسوخ شوی او هندوستان لوبډله په ۲۰۱۶ کال کې د سیالیو لپاره ویسټ انډیز ته سفر نه کوي.

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو په دغه پریکړه له هندوستان څخه بښنه غوښتې وه خو په هندوستان کې ځینې داسې راپورونه هم وجود لري چې کیدی شي هندوستان په انډین پریمیر لیگ (IPL) کې هم پر ویسټ انډیزي لوبغاړو بندیز ولگوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x