افغانستانخبرونه

قطر: «د دوو افغان طالبانو نیونه په افغان کړکېچ کې د قطر د منځګړیتوب ناکامولو دسیسه وه»

د تلې په ۲۴ نېټه د افغانستان ملي امنیت ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه چې دوه تنه «جګپوړي طالب مشران» د خاصو عملیاتو په ترڅ کې په خوست ولایت کې نیولي. دا یې خپله یوه لویه لاسته راوړنه وبلله. ملي امنیت دا کار د خپلې یوې لويې بریا په توګه ولمانځه؛ خو طالبانو د ملي امنیت دا ادعا په یوې اعلامیې خپرولو سره رد کړه او وې ویل چې د انس حقاني او حافظ عبدالرشید په نومونو دوه تنه زده کونکي په بحرین کې د امریکایانو له خوا نیول شوي او بیا ملي امنیت ته سپارل شوي دي.

طالبانو وویل چې دا دوه تنه طالبان ډیر کشران او تر اوسه په خپلو زده کړو بوخت وو، هغوی د اختر په رخصتي کې د ګوانتنامو څخه د را خلاص شویو بندي محمد عمري صاحب د لیدني لپاره قطر ته تللي وه، ځکه چې حافظ رشید د محمد عمري صاحب کشر ورور دی، او انس حقاني د هغه سره ملګری وو.

لوېدیځ رسنیو هم طالبانو ته ورته راپورونه خپاره کړي وو او لکه څرنګه چې طالبانو په خپل اعلامیه کې ویلي وو، لویدیځ رسنیو هم وویل چې دا کسان قطر ته د خپلو ازادوو شوو خپلوانو د لیدو لپاره تللي وو.

نن ټکي اسیا د پېښې په تړاو مفصل راپورونه خپاره کړي و او د لومړۍ ورځي څخه یې هڅه کوله چې د پيښي په تړاو د مسؤولو جهتونو څخه د هغوی دریځ تر لاسه کړي او په همدې کوشش کې نن ټکي آسیا په دې توانیده چې د قطر هیواد رسمي دریځ تر لاسه کړي. زموږ همکار په دې اړه د قطر د امیر د بهرنیو اړیکو له مسئول ښاغلي شیخ فیصل بن جاسم آل ثاني سره خبرې وکړې څوک چې د قطر و اکمني کورنۍ غړی هم دی.

ښاغلي فیصل وویل: «نیول شوي دوه افغان کسان د قانوني سفري اسنادو په اساس په قانوني ډول قطر ته داخل شوي او بیرته په قانوني ډول وتلي وو او د هیڅ ستونزې او تکلیف سره نه وو مخ شوي».

د قطر امیر د اړیکو دغه مسئول هم مني چې دا کسان په بحرین کې امریکایانو نیولي، دکتور فیصل وویل: «له قطر څخه بیرته خپل هیواد ته د ستنېدو په وخت نوموړي دوه کسان د بحرین هیواد په هوايي ډګر کې د مطلوبو کسانو په توګه پيژندل شوي او بیا د امریکا د متحده ایالاتو اړوندې ادارې په مستقیمه څارنه د بحرین څخه د قطر هوايي میدان له لارې اول دوبۍ او بیا خپل هیواد ته لیږدول شوي دي.».

باید وویل چې طالبانو هم د ملي امنیت ادارې له خبرپاڼې وروسته په خپله اعلامیه کې د دغو دوو تنو نیونه دغو څرګندونو ته ورته بیان کړې وه.

ښاغلي شیخ فیصل بن جاسم ال ثاني دا تصادف نه بولي او یوه «ناکامه دسیسه» يې ګڼي: «باید ووایو چې دا پيښه تصادفي نه، بلکې د یوې ناکامې دسیسې او توطیې په نتیجه کې را منځ ته شوې، چې موخه يې د افغانستان په معضله کې د قطر د منځګړیتوب رښتینولۍ ته زیان رسول وو».

دغه قطري چارواکی په دې کار کې بهرنۍ کړۍ تورنوي چې د افغانستان خیر نه غواړي: «مونږ دا توطیه د هغه اړخ کار بولو چې د افغانستان د معضلې په حل کې د قطر د منځګړیتوب او رول څخه ناخوښه دي او د افغانستان لپاره خیر نه غواړي». خو ښاغلي فیصل دا په ډاګه نه کړه چې هغه کوم اړخ دی چې د افغانستان په معضلې کې د قطر په منځګړتوب ناراضه دی.
باید وویل شي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستو سره د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت او د سعودي په ګډون ځینو عربي او ګاونډي هېوادونو مخالفت کړی و او هم یې د قطر بهیر د سبوتاژ کولو هڅې کولې.

د ۲۰۱۲م کال مارچ میاشت کې هغه وخت د سولي د رڼو خبرو اترو هیلې را وټوکېدی، کله چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو او په لومړي ځل د دغې ډلې رسمي ادرس نړیوالو ته څرګند شو. طالبانو خپل د دفتر د پرانیستو لپاره تل دوه شرطونه یاد کړي وو: لومړی دا چې ګاونډی هېواد به نه وي او دویم د ناټو تړون غړی هېواد دې نه وي، چې همدا دواړه شرطونه په قطر باندي پوره وو؛ ځکه یې هلته دفتر پرانیست.

د ۲۰۱۴م کال په جون کې چې کله د باو برګډال په تبادله کې پنځه لوړ پوړي طالب بندیان له ګوانتانامو ازاد شول، هغه خبرې اترې هم د قطر په منځګړیتوب ترسره شوې وې.
افغان کارپوهان هم د افغانستان په لانجه کې د قطر رول ته په مثبت نظر ګوري، او په بحرین کې د طالب چارواکو د هغو د خپلوانو نیونه چې قطر ته تللي وو او بیا بیرته د ستنیدو په وخت کې په بحرین کې ونیول شول، د سولې پروسې ته یوه لویه ضربه ګڼلې او زیاتوي چې دې کار طالبان هم غوسه کړي، او هغوی به هیڅ کله د سولي خبرو ته په داسي یو فضا کې غاړه کښينږدي چې د هغوی خپلوان هم د طالبانو جګپوړي مشران بلل کیږي او په همدې نامه باندي تر نیولو وروسته منفي تبلیغات په سي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x