افغانستان

د سولي کمیسیون: د حزب اسلامی یو وفد کابل ته را روان دی

ghairat_baheerنن ټکی آسیا: د سولي کمیسون ویلي چې د حزب اسلامی یو خاص وفد کابل ته د مذاکراتو لپاره را روان دی، تر څو د افغانستان په روان حالت باندي د حکومت سره مذاکرات وکړي.

څو ورځي مخکې کله چې د دغه کمیسون غړي د خپل مشر برهان الدین رباني په مشری اسلام اباد ته تللي وه، هم یی د حزب اسلامی د غړو سره د نيژدې لیندنه کتنه کړې او ویل کیږي چې پر ځیني خبرو یې سره اتفاق راغلی، او د نورو بشپړو مذاکراتو لپاره اوس حزب اسلامي خپل وفد کابل ته استوي.

مخکي هم د حزب اسلامي یو وفد کابل ته د مذاکراتو لپاره د حزب اسلامي مشر غیرت بهیر په مشری کابل ته تللی وو، مګر هغه سفر یی بې پایلي ختم سوی وو.

افغان حکومت او بهرني ځواکونه غواړې چې په افغانستان کې دخپل مخالیفیونو سره خبري وکړي، مګر طالبان چې په افغانستان کې اوس مهال تر ټولو لوی وسلواله ډله ده، په خپلو بیانو او اعلامیو کې څو واره دا خبره څرګنده کړې چې دوی نه غواړې تر هغو د افغان حکومت سره خبري وکړې تر څو بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x