پاکستان: د غیرت په نامه د وحشت او بربریت نوی داستان ولیکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): پاکستان کې یو کس د غیرت تر نامه لاندې مور او لور په بې رحمانه ډول شکنجه کړي. د مور او لور غوږونو او پوزې پرې کولو سربیره يې دواړه پښې او لاسونه هم ماتې کړي.

دغه مور او لور په ډیر خراب حالت کې د سیمې روغتون ته رسول شوي او درملنه يي پیل شوې.

د گوجرانواله ټوینکي نومې کلي کې کاکا محمد علي خپلې وریندار او وریرې باندې شک درلود چې شک په یقین بدلیدو څخه مخکې دغه مور او لور يي په غیر انساني بڼه شکنجه کړې.

له یوې تیرې چړې سره يي د مور او لور پوزه او غوږونه پرې کولو وروسته يي پښې او لاسونه هم مات کړل.

د سیمې خلکو تر خبریدو وروسته مور او لور سیمه ییز روغتون ته انتقال کړل خو مجرم چې د نجلۍ کاکا کیږي له سیمې تښتیدلی و.

د مور او لور په وینا له دې مخکې هم د محمد علي له لاسه په څو څو ځله شکنجه شوي. پولیس وايي چې د متاثرې ښځې او لور په درخواست يي څیړنه او تفتیش پیل کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د