تیر کال په افغانستان کې 2500 اولسي خلګ وژل شوي
نن ټکی آسیا: د افغانانو د حقوقو د څارني ټولني خپل په تازه رپورټ کی ویلي چې تېرکال په افغانستان کې 2500 کسه وژل شوي، او تر 3000 زیات ټپیان شوي.
او داچې تېر کال د بهرنیو ځواکونو لپاره هم تر ټولو خونړۍ کال وو.
دغه راپوره ښه یې چې په تېر کال کې هره ورځ تر 6 زیات کسان وژل شوي او تر 8 زیات کسان ژوبل شوي دي.
دغه ټولني ویلي چې ددوی د خپلو امکاناتو پر بنسټ دغه راپور چمتو کړې مګر کیدای سي مړي تر دې هم زیات وي.
دغه راپور د 63 فیصده مړینو پړه پر ولسوالو طالبانو اچوې او پاته یې پر بهرني ځواکونو او افغان امنیتي ادارو باندي.
راپور وایی چې په کال 2010 کې سلګونه زره کسان د بهرني یرغل او دهغه سره په مقاومت کې اغیزمن شوي، او په لسګونو زره نور په د خپلو کورونو او کلیو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
په دغه راپور کې دهغو وسوالو کسانو له خوا هم سر ټکول شوی چې بهرنیانو اوس په افغانستان کې د اربکیانو په نامه ایجاد کړي، او وایی چې دغو وسلوالو په اکثره ځایو کې خپل په سر په ډیرو جنایي کارو او پر اولسي خلګو یې تیری کړي.
د يادوني وړده چې په تیرو څو ورځو کې یو راپور ویلي وو چې امریکایانو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالی کي یو کلی ټوله له منځه وړی وو، او وړمه ورځ یې په فراه ولایت کې د یوې بمباری په ترڅ کې د افغان چارواکو په خوه دوه کسه وژلي او یو بل ټپي کړی وو.