نړۍ

بنګلادیش: د جماعت اسلامي پخوانی مشر «غلام اعظم» زندان کې ومړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه ۱۳۹۳ل): بنګلادیش کې د جماعت اسلامي پخوانی مشر غلام اعظم د ۹۲ کلونو په عمر زندان کې ومړ.

ددغه هېواد په پلازمېنه کې د یوه روغتون ویاند ویلي چې غلام اعظم د زړه د حملې له امله د پنجشنبې په ورځ ومړ.

د شیخ مجیب طبي پوهنتون رییس عبدالمجید بهویان ویلي چې غلام اعظم د زړه د دریدلو له امله د شپې په ۱۰ بجو او ۱۰ دقیقو سا ورکړه.

تر دې وړاندې د غلام اعظم زوی فرانس خبري اژانس ته ویلي و چې د پلار روغتیايي وضعیت یې سم  نه دی.

لنډ ژوند لیک

غلام اعظم په ۱۹۲۲ز  کال په یوې متدینه او د علماو په کورنۍ کې زیږیدلی. ابتدايي زده کړې يې په خپل کلي او ثانوي يې په پلازمېنه ډاکا کې کړي.
غلام اعظم د ډاکا پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې لسانس او ماستري اخېستې.

ښاغلی اعظم سیاسي ژوند د ډاکا د پوهنتون څخه پیل کړ. په لومړي سر کې د محصلین د مشر په توګه وټاکل شو.

په ۱۹۵۴ز کال کې په رانقبور ښار کې د «تمدن مجلس» مدیر شو. نوموړی د ابوالاعلی مودوي له افکارو متأثر و  او له همدې امله په ۱۹۵۵ زکال کې کله چې نوموړی په زندان کې و، د مودودي په جماعت اسلامي ګوند کې شامل شو. دا چې نوموړی فعال و په ډيره لږه موده کې په ختیځ پاکستان (اوسنی بنګلادیش) کې د جماعت اسلامي د مرستیال رییس ته ترفیع وکړه.

غلام اعظم د بنګلادیش د بېلتون له مخالفینو څخه شمېرل کیدلو او نه يې غوښتل چې ختیځ پاکستان دې بنګلادیش شي.

په ۱۹۷۳ز کال کې د بنګلادیش حکومت له نوموړي په دې تور چې د پاکستان پوځ سره یې مرسته کړې، تابعیت واخېست او نوموړی له هېواده وویست.

وروسته د ضیاء الرحمن د ولسمشرۍ پر مهال  بېرته بنګلادیش ته په پاکستاني پاسپورت  بنګلادیش ته ستون شو.

غلام اعظم د ۱۹۷۸ز کال څخه تر ۱۹۹۴ز کال پورې په بنګلادیش کې د یوه پاکستاني په حیث اوسېده. نوموړی که څه هم د جماعت اسلامي امیر و، خو د بنګلادیش تابعیت يې نه درلوده.  وورسته په ۱۹۹۶ز کال کې بېرته تابعیت ورکړل شو.

په ۲۰۰۰ زکال کې د جماعت اسلامي امارت پريښود او په ۲۰۱۲ زکال کې حکومت دجماعت اسلامي د مشرانو پر ضد دوسیې خلاصې کړې چې یو په کې غلام اعظم هم و.

نوموړی په دې تور چې د پاکستان پوځ سره یې مرسته  کړې، د بنګلادیش پر ضد یې پلانونه جوړ کړي او د وژنو په بندولو کې ناکامي شاملې دي.

نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د ښاغلي اعظم پلویان وايي چې دا تورونو د سیاسي مخالفت له امله په نوموړي لګېدلي دي.

د بنګلادیش حکومت د تېر کال راهیسې د جماعت اسلامي او نورو سیاسي ګوندونو پر ضد یو اړخیزه دوسیې خلاصې کړي چې له مخې یې زیات بنګلادیشي سیاسي مشران په اعدام محکوم کړي.

په ۲۰۱۳زکال کې د بنګلادیش یوې محکمې لومړی په اعدام خو وروسته په ۹۰ کلونو بند  د عمر د زیاتوالي له امله محکوم کړ.

که څه هم  د نوموړي کورنۍ او خلکو له حکومت او محکمې څخه وغوښتل چې د اعظم روغتیايي حالت ښه نه دی او باید لازم امکانات دې ورته برابر شي خو محکمې دا غوښتنې رد کړې.

د اکتوبر پر ۲۳مه د پنجشنبې په ورځ يې زندان کې روغتیايي وضعیت بیخي خراب شو، له زندانه د شیخ مجیب الرحمن روغتون ته د علاج په موخه ویوړل شو چې په همدې ورځ هلته د ۹۲ کلونو په عمر وفات شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x