افغانستان

سنګين او بالابلوک کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲، ۱۳۹۳ل): د هملند ولايت سنګين او د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ کې پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه روان دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار اووه بجې د دوی نظامي ملګرو د سنګين ولسوالۍ څاروان کلا، ګرماو، پزکي او زيدانو سيمه کې

د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي او اوس هم سخته جګړه روانه ده.

د فراه بالابلوک کې هم پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه روان دي

د يو بل خبر له مخې طالبانو نن سهار وختي د ملا اذان پر مهال د بالا بلوک ولسوالۍ کنسک سيمه کې د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمد وايي، چې دغې جګړه کې تر اوسه يوه پوسته نيول شوې او پنځه عسکر وژل شوي دي.

احمدي زياتوي، چې اوس هم جګړه ښه په درز کې روانه ده.

د دواړو بريدونو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x