په قرآن کې ارواپوهنه ـ اوومه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک
د وېرې ډولونه
د انسان د وېرې ډولونه او علتونه ډېر دي، قران کريم يې د نمونې په ډول له خدايه وېره، له مرګه وېره، له فقره وېره او… ياد کړي دي. له الله جل جلا له وېره د انسان په ژوند کې ځانګړى ارزښت لري، ځکه چې همدغه وېره يې له ګناهونو ساتي او د الله جل جلا له منلي حدود مراعتوي. له الله جل جلا له وېره د ايمان يو رکن او د مؤمن شخصيت يوه زوروره پايه ده:

((بې شکه مؤمنان هغه څوک دي، چې کله (الله جل جلا له ) ياد شي، زړونه يې ولړزېږي، چې آياتونه يې تلاوت کوي، ايمان يې زياتېږي او په خپل رب توکل کوي.)) انفال، ٢ آية
د خلکو ترمنځ مشهوره وېره د مرګ ده، د منافقانو په منځ کې دغه وېره بېخې ډېره وه، الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه: آيا هغه خلک نه دي ليدلي چې موږ ورته له جنګه د لاس نيوي وويل (په مکه کې) او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ، نو کله چې پر دوى باندې جهاد فرض کړل شو(په مدينه کې) په دې وخت کې د دوى يوه ډله له خلکو داسې ډارېدله لکه الله جل جلاله نه،په ډېره سخته ويره کې وو،ويي ويل: اى زموږ ربه! ولې دې پر موږ جهاد فرض کړ، ولې دې تر نږدې نيټې ونه ځنډاوه؟ ورته ووايه!(اى محمد صلى الله عليه وسلم)، د دنيامتاع بېخې لږ ده،او آخرت د (الله جل جلاله څخه ) د وېرېدونکو لپاره ډېر غوره دي او پرتاسې به د يوه (تار) په اندازه هم ‌ظلم ونه شي.(نساء، ٧٧آية)

له دې وېرې د خلاصون يوه لار ده ، چې هغه په پوره توګه پر الله جل جلا له ايمان راوړل دي. ځکه چې مؤمن پر دې باور دى چې له مرګه وروسته يوه تلپاتي ژوند ته ځي او د الله جل جلا له له رحمته به برخمن شي.بې شکه ګناهکارانو ته له توبې وړاندې د مرګ راتګ د وېرې زېرى دى، ځکه چې له مرګه وېره پر دې مانا ده چې له هغه وروسته توبه نه شته او دغه اړيکه مو بېرته له الله جل جلا له څخه تر وېرې رسوي. هغه ملحدين چې پر بيا ژوندي کېدو باور نه لري، هغوى ته مرګ د نېستۍ، نابودۍ ، ورکاوي او پوپنا کېدو پرمانا ده، ځکه خو هغوى د ژوند له پايه سخت ډارېږي.

 له فقره وېره هم د خلکو په منځ کې يوه مشهوره وېره ده، ځکه چې انسان په ورځني ژوند کې هڅه کوي، چې د ارام ژوند له پاره منډه وکړي، ځان اوکورنۍ ته يو څه وګټي، نو د ده د ګټي په مقابل کې که هر خنډ پيداکېږي، هغه يې د وېرې باعث کېږي. عربو به د جهالت په وخت کې د فقر له وېرې خپله اولادونه وژل، خو الله جل جلا له دغه عمل ښه ونه ګاڼه:

ژباړه: او خپل اولادونه د فقر له وېرې مه وژنئ، موږ ستاسو او د هغوى روزي ورکونکي يو، بې شکه د هغوى وژنه لويه ګناه ده.(اسرائل، ٣١آية)

 پر الله جل جلاله د ايمان يوه ځانګړنه دغه ده چې په انسان کې د فقر وېره مړه کېږي، ځکه چې ريښتيني مؤمن پر دې باور لري چې ټوله روزي د الله جل جلاله په لاس کې ده، ځکه خو د فقر په کيسه کې هم نه وي:

ژباړه:بې شکه هماغه الله جل جلا له روزي ورکوونکى دى، چې د زور او اقتدار څښتن دى.(ذاريات، ٥٨ اية)

له الله جل جلا له څخه وېره د انسان د نيکمرغۍ، کاميابۍ اورواني ارامتيا سبب کېږي.
پاتې شته…

تېره برخه دلته لوستی شئ:
http://www.nunn.asia/26613/%d9%be%d9%87-%d9%82%d8%b1%d8%a2%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%d9%80-%d8%b4%d9%be%da%96%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د