fbpx

دکندهار پر امنیه قومندان چاودنه وشوه

خان محمد له کندهار ه په ورکړل شویو خبرونوکې ویل شوی نن غرمه یوه بجه دښار په خواجک بابا سیمه کې دکندهار پر امنیه قومندان خان محمد مجاهد باندی دسړک له غاړې دځاي پر ځای شوي ماین چاودنه وشوه ، نوموړي له چاودنې روغ وتلي او بل چاته هم په پیښه کې زیان نه دي اوښتې .

پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دنوموړی دموټرو کاروان له یادې سیمې تیریده او په یوه پلاستکي ډبه کې ځاي پرځای شوي منفجره مواد و ته انفجار ورکړل شو.

 

دکندهار په ښار کې دبهرنیو او کورنیو ځواکونو پر ضد دوسلوالو مخالفینو عملیاتو زور اخیستی همیشه دمخامخ حملو او بمی چاودنو راپورنه ورکول کیږی، تیره شنبه دښار دخواجک بابا په سیمه کې دیوه فدایي برید په ترځ کې دکندهار دوالی مرستیال انجینر لطیف اشنا ووژل شو.

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د