
په شمال کې د طالبانو واک مخ په زیاتېدو دی
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): د رسنیو له قوله د هېواد په شمال کې د طالبانو زور مخ پر زیاتېدوی دی او په ګڼو ولایتونو کې يې فعالیتونه ډېر او زورور شوي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د کندوز د یو لوړپوړي چارواکي له قوله کاږي چې د شمال په ګڼو ولایتونو کې طالبان «موازي حکومت» چلوي.
ویل کېږي چې د کندوز په چهاردره، دشت ارچي، امام صاحب او خان اباد کې د طالبانو بریدونه خورا پراخ شوي او د ځینو سرچینو له قوله لومړۍ یادې درې ولسوالي په ټولیزه توګه د طالبانو په لاس کې دي.
خو د کندوز سرپرست والي غلام سخي بغلانی وايي چې په ولسوالي د طالبانو په واک کې نه دي، خو د دې ولایت په ځینو برخو کې یې فعالیت شته.
له بله اړخه په کندوز کې د «سخن جوانان» ورځپاڼې مسوول عبدالمتین مردمی وايي چې د کندوز ټولې ولسوالۍ بشپړې نا امنه دي. د نوموړي په خبره د طالبانو ترڅنګ غیر مسوول وسله وال هم دولت ته یو بل ګواښ دی.
ویل کېږي چې طالبانو د کندوز په ډېرو برخو کې له عامو وګړو سره د مرستې په نامه ګڼې سیمې د خپل سرو وسله والو له منګولو خلاصې کړې دي چې په ولس کې يې خورا تود هرکلی شوی دی.
پر دې سربېره د فاریاب ولایت ځينې ولسوالي په تېر نږدې نیم کال کې د طالبانو د واک او بریدونو شاهدې وي.
په ولسي جرګه کې د فاریاب دخلکو استازی محمد هاشم فاریابي وايي چې سږ کال په دې ولایت کې امنیتي وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.
د نوموړي په خبره ډېری بریدونه او نښتې په قیصار، المار، خواجه سبزپوش او غورماچ ولسوالیو کې شوې دي چې د طالبانو په پراخ حضور دلالت کوي.
د قیصار ولسوالي امنیه قومندان سمونوال سکندر هم وايي چې په دې ولسوالي کې له طلبانو سره مبارزه سخته ده.
تر دې وړاندې هم د دې ولایت د قیصار ولسوالي د سقوط ته نږدې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
پر دې سربېره په دې وروستیو کې د کندوز ښار په منځ کې د مقناطیسي بمونو ګڼې چاودنې د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
یاده دې وي د طالبانو د خیبر عملیاتو په لړ کې د شمالي ولایتونو په خورا خوندي سیمه بلخ کې د دې ولایت په امنیه قومنداني ډله ییز سرتيري برید ګڼه مرګ ـ ژوبله تر شا پرېښوده چې امنیتي مسوولینو ته يې په دهېواد په شمال کې د طالبانو واک او زورو خبرداری بللای شو.
له دې سره جوخت د ځايي چارواکو له قوله طالبانو په غور، روزګان، دایکندې، زابل، غزني او هلمند کې ګڼې ولسوالي له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.
د یادو ولسوالیو قومي مخور په دې اند دي چې طالبانو لاسي هم نه غواړي چې د ولسوالي مراکز ونیسي ځکه چې د ولسوالي په کلیو کې د دوی واک دی او د دولت واک یواځې د والسووالي تر تعمیره پورې محدود دی.
د نوي حکومت له لوري د هلمند ننګونکې جګړې سربېره د هېواد په شمال کې د طالبانو پراخ حضور او د طالبانو او ولس تر منځ ټینګې اړیکې یوه بله ستره ننګونه ګڼل کېږي.