
د اپل کمپنۍ لخوا جوړه شوې لومړني کمپیوټر بیه نړۍ حیرانه کړه
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): د امرکايي کمپیوټر جوړونې کمپنۍ اپل په وسیله جوړ شوی د دې کمپنۍ لومړنی کمپیوټر په ۹ لکه او ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو په نیویارک ښار کې خرڅ شو.
د برتانوي نیلام مرکز هیمز په وینا په ۹ لکه او پنځه زره امریکايي ډالرو خرڅ شوی کمپیوټر اپل ون (Apple one) نومیږي چې په ۱۹۷۶ز کال کې سټیو وازنیاک (Steve Wozniak) د سټیوجوبز (Steve Jobs) او یا هم خپل خور په کور کې جوړ کړی و.
دغه کمپیوټر د مشیگان ایالت ډیربرن ښار فورډ میوزیم اخیستی دی او دغه کمپیوټر د نړۍ تر ټولو گران بیه کمپیوټر دی.
دغه کمپیوټر یو مادربورډ، یو مانیټر، پاور سپلای او دوه ټیپ ډیکس لری او د کمپیوټر په برخه کې د ډیرې اوچتې بيي ریکاډ يې جوړ کړ.
دغه کمپیوټر د اپل کمپنۍ په واسطه جوړ شوی لومړنی کمپیوټر و. اوسمهال اپل کمپنۍ د سمارټ فون، سمارټ ساعت او کمپیوټر په برخه کې د نړۍ یوه پیژندل شوې او با اعتباره کمپنۍ ده.