افغانستان

چارواکي: په شږو میاشتو کې تر ۱۵۰۰ ډېرو اربکیانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت د اربکیانو مرستیال وايي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اربکیانو تلفات اویا سلنه ډېر شوي دي.

جنرال عبدالحمید حمیدي د کورنیو چارو وزارت د اربکیانو مرستیال په هرات کې د اربکیانو د پروسې د څارنې په سیمینار کې وویل چې د سږ کال په لومړيو شپږ میاشتو کې شپږ سوه اربکیان وژل شوي او تر نهو سو ډېر نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره د اربکیانو د ډېرې  مرګ ـ ژوبلې علت د پولیسي طرزالعمل څخه ګټه نه اخیستل دي.

د نوموړي په خبره ډېری وخت اربکیان په هغو ساحو کې هم کار لري چې د دوی تر مسوولیت لاندې نه وي، ځکه خو ډېر له پېښو سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د اربکیانو پر ضد پراخ لاریونونه شوي دي او ګڼ قومي مخور د هېواد له بېلابېلو ساحو نه د ګډ حکومت مشر ته د اعتراض په ډول ورغلي دي، خو تر اوسه پورې يې کوم اقدام نه دی کړی.

یاده دې وي د هېواد په سطحه لومړی ځل د اربکیانو پروسه د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې فعاله شوه چې قومي مخورو يې په وړاندې په خورا کلک مخالفت وښود او دا يې د قومي شخړو لپاره د دولت جال وباله.

د غزني په اندړو کې د اربکیانو فعالیت اوس یواځې د حبیب ګوډلو او پایندي پورې محدود دی.

له هغه وروسته د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې دا پروسه فعاله شوه چې عام وګړي ترې خورا ډېر شکایتونه لري.

اربکیان پخپلو سیمو کې د معاش د نیستي په پلمه، په سیمو کې مخور او سوداګر پلټې، چور کوي او ډېری وخت په لویو لارو د قطاع الطریق دندې پر مخ وړي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت داربکیانو مرستیال د اربکیانو د مرګ ـ ژوبلې لوړه کچه د دوی ناپوهي او له تکتیکه کار نه اخیستل په ګوته کوي. خو د شنونکو له قوله د اربکیانو په وړاندې ولسي کرکه هم د هغوی پر ضد له طالبانو سره د ملاتړ او د دوی د تلفاتو سبب کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x