افغانستان

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ساتونکو ترمنځ اخ و ډب شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د مشر (اشرف غني) او احرايوي رئیس (عبدالله عبدالله) د ساتونکو ترمنځ په فزیکي شخړه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله دوه ساتونکي سرسري ټپیان شوي دي.

ویل کېږي د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ساتونکو ترمنځ وروسته له هغې فزیکي نښته وشوه چې د اشرف غني ساتونکو ته يې په واک کې د ورشرکېدو پېغور ورکړ.

د عبدالله او اشرف غني د دوو ټیمونو د غړو ترمنځ لا هم د ټاکنو د کمپاینونو تربګنۍ ژبغړاندې دي. د عبدالله پلویان لا هم د اشرف غني ډله په درغلۍ تورنوي او د اشرف غني د کمپاین مشران بیا د عبدالله شتون په حکومت کې د «زور» پایله بولي.

د اشرف غني احمدزي یو تن ساتونکي د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې د عبدالله عبدالله ساتونکو دوی ته په پېغور وویل چې که څه هم د اشرف غني تر میلیون ډېرې رايې زیاتې وي خو بیا مو هم د واک نیم وېش ته مجبور کړ.

د سرچینې په قول د ارګ له دروازې سره لفظي شخړه پیل شوه، خو وروسته دوی د عبدالله کورته پسې ورغلل او په کوڅه کې يې لفظي شخړه په په وهلو ډبولو واوښته.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم د اشرف غني او عبدالله عبدالله پلویانو پر یو بل د ټاکنیزو ناندریو په اوږدو کې څو ځلې فزیکي بریدونه وکړل چې تر ډېره د خبرونو په سرټکیو یادېدل.

سره له دې چې د واک په مساوي وېش دواړو نوماندانو هوکړه کړې ده خو لاهم د پردې تر شا يې رازونه پاشلي او اړيکي خورا ترینګلې برېښي.

که څه هم د کاغذ پر مخ د واک د مساوي وېش خبره کېږي؛ خو دواړه لا هم پر یوه او بل بې باوره دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x