افغانستان

په بغلان کې دیوې محلي راډیو په مرکزحمله شوې

رادیوله بغلان نه په ترلاسه شویو خبرونوکې راغلی تیره شپه یوې ډلې نامعلومو کسانو دبغلان په ولسوالي کې دپیمان سیمه ایزې راډیو مرکز لوت کړی .

دراډیو رئیس شیر محمد جهش وايي تیره شپه ناوخته دوې بجې دراډیو مرکز ته اووه تنه وسلوال راننوتل ،دراډیو دساتونکي ګارډ له تړلو وروسته یې دراډیو نشراتي وسایل یې مات کړل او ځیني شیان یې له ځانه سره یووړل

دسیمي امنیتي مسولینو ویلي چی په دې اړه به ډیر ژر جدي تحقیقات او پلټنې ترسره کړي

 .

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې پیښه کې لاس درلودل رد کړي ،نوموړی ویلي ،طالبان له مطبوعاتو سره دښمني نه لری، هره ورځ همدا رسنۍ دي چی زموږ خبرونه او پیښې نشروي .

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x