ټکنالوژي

مایکروسافټ: نوو تولیداتو کې مو ۲۵٪ زیاته گټه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ خرڅلاو د ایکس باکس (Xbox)، کلاوډ (Cloud) او نوکیا سمارټ فون په مرسته تیرو دریو میاشتو کې ۲۵٪ زیات شوی.

مایکروسافټ کمپنۍ اوس یوازې په اپریټنگ سیسټم تکیه نه کوي؛ ځکه چې تیرو څلورو میاشتو کې دغې کمپنۍ یوازې ۱۰٪ اپریټنگ سیسټم (Operating System) په نورو شرکتونو او ډیره لږه اندازه په عامو خلکو خرڅ کړې په داسې حال کې چې د کمپیوټر خرڅلاو ۱٪ ټیت شوی و.

د دغې گټې اصلي لامل کلاوډ خدمتونه دي چې دغه کمپنۍ هم ورته خاصه پاملرنه کوي. مایکروسافټ نوی مشر ساتیا نډېلا (Satya Nadell) په وینا د کلاوډ خدمتونو خرڅول په نورو کمپنیو تیر څلور میاشتو کې ۱۲۸٪ زیاته شوې.

مایکروسافټ افس نوي ورژن چې یوازې د ځان ثبتولو به وسیله کارول کیدی شي تر اوسه پورې ۷ میلیونه کسان د افس دغه نوی ورژن کې خپل نومونه ثبت کړي چې دغه شمیره د تیرو څلورو میاشتو به نسبت ۲۵٪ زیاتوالی ښيي.

یوازې سافټ ویر نه دی چې د مایکروسافټ عایدات يي ډیر کړي، بلکې د مایکروسافټ تولید شوو اوزارو هم په دغه برخه کې ډیره مرسته کړې.

د اوزارو له جملې څخه یو هم مایکروسافټ ټبلیټ دی چې سرفېس (Surface) نومیږي او د ۹۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت خرڅ شوي. مایکروسافټ سرفېس ۳ نسبت خپل پخواني ورژن سرفېس ۲ څخه دوه چنده زیات خرڅ شوی.

ایکس باکس خرڅلاو هم د تیر په نسبت دوه برابره شوی او مایکروسافټ اوسمهال ۲۰ میلیونه د ایکس باکس کاروونکې لري چې د انلاین گیمونو په مقابل کې پیسې ورکوي.

د گټې په دغه زیاتوالي کې تر ټولو عمده رول نوکیا لومیا (Nokia Lumia) سمارټ فون لوبولی. مایکروسافټ د ۲.۶ بيلیون ډالر په ارزښت دغه سمارټ فون خرڅ کړی چې د ۲۵٪ گټو ۱۴٪ جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x