نړۍ

ایران او پاکستان یو ځل بیا نښته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه ۱۳۹۳ل):  د پاکستان – ایران پر پوله د دواړو لوریو پوله ساتو ځواکونو پر یو بل نن /جمعه، لړم ۲مه/ ډزې کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ایران له لورې د پاکستان پر سیمه د هاوانونو  ډزې شوي چې د دوی ځواکونو پرې ځوابي ډزې کړي.

په تېرې یوې اونۍ کې د پاکستان او ایران تر منځ د نښتو دا دوهمه پېښه ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې ایراني ځواکونو نن د جمعې په ورځ سهار څلور بجې د واشو په ولسوالۍ کې د هاوانونو شپږ ډزې  وکړې.

پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس په ډزو کې کوم ځاني او مالي تلفات نه دي اوښتی.

د روانې میاشتې د اکتوبر پر ۱۷مه (تلې ۲۵مه) ایراني ځواکونو د پاکستان بلوچستان ایالت په کیچ ولسوالۍ کې ددغه هېواد پر پوله ساتو ځواکونو برید وکړ چې په ترڅ کې ۱  پولی ساتی عسکر ووژل شو او ۳ نور ژوبل شول.

پاکستان نیمه پوځي ځواکونو یا ایف سي هغه مهال په ایران تور پورې کړ چې یو پوله ساتی عسکر يې د ایراني ځواکونو په برید کې وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.

ایف سي  په ایران دا تور هم ولګاوه چې ۳۰ پوله ساتي ځواکونه د پاکستان سرحدي ولسوالۍ چاغی ته ننوتي.

په دغه پېښه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ایران باندې اعتراض هم کړی و چې له دغه اعتراض وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د پاکستان سفیر د پولې پر سر د ستونزو له کبله احضار کړ .

د اکتوبر پر ۱۶مه (تلې ۲۴مه) د ایران د پاسداران انقلاب یو لوړ پوړي مشر برید جنرال حسین سلامي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناسته کې ویلي و چې که پاکستان د ایران مخالف ګروپونو مخنېوی ونه کړي، دوی به د پاکستان دننه بریدونه وکړي.

نوموړي ویلي چې ایران د دې واک لري چې د پاکستان دننه د ایران مخالفو ډلو د ځپلو لپاره بریدونه وکړي.

شننونکو له قوله د ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې اوسمهال ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو خرابې کچې ته رسېدلي. له یوه پلوه د هند سره پر پوله شخړې لا هم نه دي دریدلي. بل پلو افغانستان سره هم د پولې پر سر نښتو او د راکټي بریدونو له امله  اړیکې خړې شوي. خو د ایران سره پر پوله د پاکستان ستونزې حالات نور هم کړکېچن کړي.

همدا راز د پاکستان سره نښتی د چین ایالت سینکیانګ چې اکثریت يې مسلمانان دي، هم کله ناکله په نښتو کې د پاکستان لاس درلودلو ضمنا یادونه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x