افغانستان

دخارجي ځواکونو په هوايي برید کې دوه ملکیان شهیدان شوي

بله فراه ولایت نه په ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوی دخاک سفید ولسوالی دساج په سیمه کې دخارجي ځواکونو دبمباري په اثر دوه تنه ملکي وګړي شهیدان   او یو بل زخمي شوي دی.

دولایت امنیتي مسؤلینو پیښه تاید کړې ،خو دتلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړی .

دامنیه قومنداني یو مسؤل چارواکي محمد منیر وايي ،په بمبار کې دوه تنه وژل شوي خو دا تراوسه معلومه نه ده چې ایا دا کسان وسلوال طالبان او که ملکي وګړي دی، سیمې ته دپلټنې لپاره هیئت لیږل ترڅو معلومه کړي چی وژل شوي کسان څوک دي.

له بلې خوا دسیمي عینی شاهدانو رسینو ته ویلي چی په بمبار کې ژوبل او شهیدان شوي کسان درې واړه ملکيان او دسیمي خلګ دي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x