نظــر

د ناوړه پېښو لامل څوک او ولي ترسره کيږي؟

لیکوال: ابوالعاقب (شرافت)

سهار وختي و،درسي ټولګي مي د معمول په څېر ولاړم ، شېبه لا تېره نه وه چې د يوه ملګري د خولې نهراته دنسيم نازدانه څپو راته له تمې خلاف يو بوږنوونکی غږ راوړ، را ته يې کړه چې د کندوز په ولايت کې بيا يوه نه زغموونکې پېښه تر سره شوې، هغه دا چې يوې مور د خپل ځان په شمول د خپلې کورنۍلس غړيو ته د پترولو اچونې وروسته د ځان سوځونې پرېکړه کړې وه؛ نو سمدستي زما له خولې په غير ارادي ډول د آه !!! کلیمه ووته.

فکرونو له ځانه سره ناپايه درياب ته يوړم چې په ګران ټاټوبي کې د دې او دې ته ورته ناوړه پيښو لامل څوک او ولي ترسره کيږي؟کله يې واورو، چې مېرمنې ځان په تيلو سوځولی، کله اورېدل کيږي، چې ميرمن د خپل بدن د خوږو او شيرينو غړيو څخه بې برخې شوېوي، پوزه او غوږونه يې ورغوڅ شوي وي او کله کله خو بيا دا ډول د بې وزلی او ناداری له امله کورنی د ځان په شمول د مرګ ترخې لمحې ته ډېر په آسانی سره ځانونه تياروي، آخر د دا ډول ناوړه پيښو لامل څوک او ولي ترسره کيږي؟

له ډېرې مودې چوپتيا او هرې خوا ته ځېر کېدلو وروسته مې له ځانه سره وپتيله چې یوه داسې كړيكه ووهمه، چې دا د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغان ځورېدلي ولس د دې ناورينونو څخه د خلاصون كړيكه شي، دا كړيكه مې د نړۍ ټول بشريت او بیا په ځانګړي ډول د افغان ولس بې واکه او نا خپلواکه تش په نامه رهبران  چې ددې او دې ته ورته اصلي لاملين دي واوري؛چې د خپلو ګټو په لاسته راوړلو کې يې د هېواد ښه شتمن او مالداره خلک سوال ته اړ کړل، لکه د يوې مياشتې وړاندينی تاريخ ددې خبري شاهدي ورکوي، خپل خوار او مظلوم ولس يې په فکر کې هم نه وي، هغه څوک چې د اسلام د سپېڅلي تاريخ سره لږ هم اشنا وي، له هغو څخه د اسلام د دويم خليفه اميرالمؤمنين حضرت عمر فاروقهغه وينا پټه نه ده، چې وايي: که د دجله په غاړه يو سپی د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي؛ نو د قيامت په ورځ به يې پوښتنه زما څخه کيږي؛ خو دا خلک ددا ډول تاريخ جوړولو سلمه برخه هم په فکر کې له ځانه سره نه لري.

ددوی څخه ګيله هم ځکه نه ده پکار، دا خلک خو د خپل ځان، کورنی او آن د خپل ايمان په کيسه کې هم نه وي؛ نو د ګران هېواد مظلوم، بې چاره، کونډو، رنډو، بورو او يتيمانو د آه په کيسه کې به څنګه شي؟؟

هيڅکله هم نه!!

دا په داسې حال کې چې د دوی په غوږونو کې دغرب د کليسا د زنګ غږونو ښه ځای نيولی، لا د مظلوم اولس د آه او افسوس غږونو اورېدو ته بېکاره نه دي.

خدای دي زموږ د مظلوم اولس د آه اورېدو لپاره د هغو پاکو خلکو چې د تابعينو، تبع تابعينو، صحابه کرامو، خلفاء راشدينو او انبياوو په پلونو روان دي، د هغوی په لاسونو په ګران هېواد کې اسلامي قانون نافذ کړي تر څو د مظلومانو مرسته په ښه ډول ترسره شي.

والی الله المشتکی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x