ورزش

سویلي افریقا یو ځل بیا نیوزیلینډ ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): سویلي افریقا د هاشم امله سلیزې په مرسته په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې نیوزيلینډ لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړي او د سیالیو دغه لړۍ يي ۲ـ۰ سره وگټله.

په دوهمه سیالۍ کې د نیوزیلینډ لوبډلې لوبډل مشر برینډم مېکلم د لوبې پچه وگټله او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه.

ټاکل شوي ۵۰ اوورنو کې سویلې افریقا د ۹ لوبغاړو سوځیدو سره ۲۸۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۲۸۳ منډو هدف وکړ.

سویلي افریقا توپ وهنې پیلوونکي لوبغاړي هاشم امله او ډې کوک ۵۶ شریکې منډې جوړې کړې چې وروسته بیا ډې کوک په ۲۶ منډو کې وسوځید. له ډې کوک څخه وروسته هاشم امله او فاف ډپلوسې هم اوږدې ملگرتیا کولو سره ۱۱۳ شریکې منډې جوړې کړې.

سویلې افریقا توپ وهونکو څخه هاشم امله ۱۱۹، اې بي ډویلیر ۳۷، ډې کوک ۲۶ او ډومني ۱۹ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ توپ اچونکي بولټ ۲، سوتي ۲، مېک کلینګن ۲، انډرېسن ۲ او نیشم یو لوبغاړی په سوځولو بریالي شول.

نیوزیلینډ لوبډلې توپ وهنه له پیل څخه ډیره خرابه وه او ټوله لوبډله یوازې ۲۱۰ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. ټوله لوبډله کې یوازې رونچي ۷۹ او میک کلینگن ۳۴ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل. میک کلینگن د لوبې تر پایه نا سوځیدلی پاتې شو.

سویلې افریقا توپ اچونکي سټین ۲، فلیندر ۲، ډي ویلیر ۲، عمران طاهر ۲، مورکل او ډومني یو یو لوبغاړی وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x