عیني شاهدان (لنډه کیسه)

لیکوال: حمدالله حلیمیار

د لوی تور پاج ولونه یي په لاس پییلي وو هینداري ته ولاړ وو پګړۍ به یي وتړله بیا به یي ړنګه کړه، تر ډیره یی دپګړي د تړلو تمرین وکړ له ډیرو هڅو وروسته یي پر یوه بغل کږه پګړۍ وتړله، ټیکه دار ته یي وکتل،  هغه ورته موسک شو: سمه دملا کوندل پګړۍ دي وتړله، او هو رښتیا ږیره دي خلال نکړي،په دي خبره ټولو وخندل، ټیکه دار د موټر سایکل کیلۍ ور وغورځولي، ځوان کوږ کوږ روان شو پر موټر سایکل یي پښه واړوله، تر شا یو بل ځوان ورسره سپور شو او د کور تر لویه دروازه ښوی ووت
****
د سرک پر غاړه یو مول وهلی وسله وال ولاړ وو، سپاري موټر یي د لاس په اشاره درول دموټرو یو لوی کتار ودریدی، یوه شیبه وروسته یو دروند غږ واوریدل شو، مخامخ د کانګریټ پُل څخه لوه دوړه پورته شوه ، شیبه وروسته دوړه کرار کرار کیناستله، لیري له دوړو یو بل وسله وال را ووت، د سرک سر ته راوخوت له پوزې څخه یي مول ایسته کړ او لویه  ځړیدلې ږیره یي چي په دوړو ککړه وه ښکاره شوه ، په موټرو کي د سپارلیو سپڼا شوه: طالبان… طالبان…

وسله وال په ډډ غږ موټروانانو ته وویل:  ځئ بیرته شاته وګرځئ تاسو نه وینئ چي پُل مو والوازاوه…موټروانانو د موټرو جلونه بیرته راوګرځول پر خامه لاره یي سفر ته ادامه ورکړه
****
موټر سایکل سپاره ځوانان بیرته د ټیکه دار په سرای ورننوتل، ټیکه دار دوی ته شاباسونه ورکړل، د واسکټ ځنځیر یي خلاص کړ، دواړو ته یي خپله حق الزحمه ورکړه، ځوان د خپل بوټ په څوکه مځکه را وکیندله، نسوار یي پکي توف کړل بیا یي بیرته خاوره پرې واړوله، نقلي ږیره یی ایسته وغورځوله له سره یي پاج را کوز کړ سره ویي پیچی ، د موټر سایکل په هینداره کي یي خپل خرییلي مخ ته وکتل، په زوره یی وخندل: ټیکه دار صیب!  موږ خو له پُل سره جهاد وکړ او خپل اجر مو تر لاسه کړو ته به کله بیرته نوې ټیکه نیسي یوه میاشت خو مو بیا کار درته پیدا کړ هاهاهاها
ټیکه دار یي خندا ورسره بدرګه کړه او ویي ویل: چي تر څو زموږ او ستاسو راز پټ وي تر ډیره به مو کار روان وي، هن دا موټر سایکل دی هم تاته مبارک شي، ځوان د مننې په دود ټیکه دار ته پر ځیګر لاس ونیول او ورته ټیټ شو، موټرسایکل یي پر سره ټانکۍ مُچی کړ او پښه یی پېر واړوله، ټیکه دار لکه یو بوج چي یي له اوږو کښته شوی وي اوږده سا واخیسته او په کوټه کی پر کټ کیناست، د خبرونو وخت را نژدي وو ژر یي تلویزیون روښانه کړ، له دوهم خبر وروسته د تلویزیون پر پرده د یوه نړیدلي پُل انځور را ښکاره شو ټیکه دار ښه ورته متوجه شو خبریال پیښه داراز یاده کړه: نن سهار وختي طالب وسله والو د… ولسوالۍ بازار ته پر غزیدلي سړک دیوه ماین په مټ یو ستر پُل مکمل تخریب کړی، او دسیمي عیني شاهدانو هم پیښه تایئد کړي او ویلي یي دي چي دوی پخپلو سترګو وسله وال لیدلي چي پلُ یی الوزاوو او…
پای

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د