افغانستان

له نوي حکومته ولسي نهیلي په ډېرېدو ده

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دویم پړاو ټاکنیزو ناندریو په اوږدو کې دواړه نوماندان هوکړې ته اړ شول. اشرف غني احمدزی د ګډ حکومت مشر او عبدالله عبدالله يې اجرايوي رئیس وټاکل شو.

د نږدې نیم کال اوږدو ټاکنیزو ناندریو له امله خلک په دولت بې باوره او ټوله پروسه د بهرني قوت تپل شوې ډرامه ګڼله.

پر دې سربېره د اشرف غني احمدزي له ټاکل کېدو سره جوخت د نومړي لومړنیو خبرو خلکو ته یو څه ډاډ ورکړ؛ خو اندېښنه ځکه لا هم پر ځای وه چې ولې په دې مهمو خبرو کې له امریکا سره دامنیتي تړو اړوند څه ونه ویل شول.

د اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته د څلورویشتو ساعتو په اوږدو کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو خلک د دولت له لوري د سولې راوستو په برخه کې پوره ناهیلي شول.

د کابل ښار په خوشال مېنه کې د رسول خان په نامه یوه موټرچلوونکي نن ټکی اسیا ته په خبرو کې وويل: «له نوي حکومته مو تر ټولو لومړۍ تمه د سولې په برخه کې هڅې وي، خو د امنیتي تړون لاسلیک طالبان غوسه کړي دي او اوس په کابل کې هره ورځ د چاودنو خطر سره مخ یو».

نوموړي وویل: «اشرف غني واک ته رسېدلی د کابل ښار یوه ورځ هم بې چاودنې نه تېروي. د دوی يې پرې څه خو نه د اشرف غني زوی پکې مړ کېږي نه د عبدالله».

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو محصل مجتبی مخلص هم وايي چې له نوي حکومته لومړۍ تمه دسولې په برخه کې وه. دی زیاتوي:«موږ داسې انګېرل چې د ملي وحدت په حکومت کې به د دولت ټول مخالفین راټولېږي او یو ملي حکومت به جوړوي».

نوموړي وویل: «له امریکا سره د تړون په لاسلکېدو د دولت مخالفین غوسه ښکاري، هره ورځ د شلو ـ دېرشو د ملي اردو عسکرو مړینه يې ښه ثبوت دی».

د کابل پوهنتون دې محصل دواړه مشران وغندل چې تر اوسه يې خپلمنځي اړیکي نه دي سم کړي نو د هېواد د پرمختګ په برخه کې به څه وکړي».

ده زیاته کړه: «د یو څو رئیسانو په تبدیلي او لرې کېدو څه نه کيږي باید مهمې مسئلې حل شي».

نوموړي وویل چې د اشرف غني له وسه هیڅ نه کېږي کنه د کابل بانک موضوع يې ښه مثال دی.

اشرف غني احمدزي د خپل واک په لومړیو ورځو کې د کابل بانک د قضيې د څېړلو او پکې د ښکېلو کسانو د نیولو ژمنې وکړي خو عملي نه شوي، پر دې سربېره د سترې محکمې اړوند د اشرف غني د څرګندنو په ځواب کې د یادې محکمې د مسوولینو توند ځواب هغه بې وسه واکدار معرفي کړ.

که څه هم اشرف غني احمدزي د څرخي پله په زندان کې هم رسنیو ته په قاطعیت وویل چې د دې زندان د ټولو زندانیانو دوسیې باید په یوه اوونۍ کې وڅېړل شي او بې جرمه زندانیان باید خوشي شي، خو د نورو ژمنو او اوامرو په څېر يې دا هم له رسنیو غلی او نیمګړی پاتې دی.

ویل کېږي د خلکو د نهیلي کېدلو لوی سبب دا هم دی چې ګډ حکومت تر اوسه پورې د وزیرانو کابینه نه ده اعلان کړې او د کابینې تر اعلانه پورې په دولتي ادارو کې هر ډول تقرري امکان نه لري، چې د ځوانانو د بې کارۍ موده لاپسې اوږدېږي. تر دې مخکې کابل کې امریکايي دیپلومات هم ویلي و چې نوی ګډ حکومت ته تر ټولو ستونزمن پړاو د کابینې جوړول دي. دغه امریکايي دیپلومات تر کابینې جوړلو مرحله «شهر العصل» ګڼلې وه.

له ګډ حکومته په داسې حال کې د خلکو هیلې مړې کېږي چې شنونکي د طالبانو د پرلپسې پرمختګ او زور اندېښنه څرګندوي.

ویل کېږي د حکومت په دننه کې لاهم حالات ترینګلي برېښي او دواړه مشران لاهم له خلکو سره بېلابېلې لیدنې کوي. پر دې سربېره هر یو يې په رسنیزه برخه کې خپل فعالیتونه په خپلو ـ خپلو پاڼو کې بېل ـ بېل نشروي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګډ حکومت د مشر او اجرايوي رئیس د ساتونکو ترمنځ فزیکي نښته هم شوې ده.

تر دې وړاندې هم د اشرف غني او عبدالله عبدالله پلویانو پر یو بل د ټاکنیزو ناندریو په اوږدو کې څو ځلې فزیکي بریدونه وکړل چې تر ډېره د خبرونو په سرټکیو یادېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x