ورزش

افغان شپاړلس کلنو لوبډلې کويټ ته هم سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): کرکټ اسیایي سیالیو په لړۍ کې نن د افغانستان شپاړلس کلنو لوبډلې د کویټ شپاړلس کلنې لوبډلې په خلاف لوبه وکړه.

د لوبې پچه د کویټ لوبډل مشر وگټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه.

کویټ لوبډلې په ۱۱ منډو کې خپل لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ چې وروسته تر ۶۳ منډو پورې يي ۷ او ۶۹ پورې یي ټوله لوبډله وسوځیده او افغانستان شپاړلس کلنو لوبډلې ته يي د ۷۰ منډو هدف ورکړ.

افغانستان غوره توپ اچونه د کویټ لوبډلې ته د پوره پنځوس اورونو لوبیدو اجازه ور نه کړه او ټوله لوبډله يي په ۲۷ اورونو له ۶۹ منډو جوړولو سره وسوځوله.

توپ اچونې په برخه کې افغانستان شپاړلس کلنو لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل خو تر ټولو غوره توپ اچونه عبدالواسع وکړه چې د سیالې لوبډلې ۷ لوبغاړي يي وسوځول.

افغانستان ځوان لوبډله هم د ۶۹ منډو په تعقیب چټکه لوبه پیل کړه چې په لومړیو دریوو اورونو کې يي ۲۰ منډې جوړې کړې وې او یو لوبغاړی يې له لاسه ورکړی و.

افغان ځوانې لوبډلې په ډیرې اسانۍ سره یوازې دوه لوبغاړو سوځیدو وروسته په لسم اوور کې ټاکل شوي هدف پوره کړ او د کویټ لوبډلې ته په ۸ ویکټو سخته ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x