ورزش

فوټبال: د نړۍ تر ټولو په زړه پورې لوبه؛ بارسلونا د ریال مادرېد په وړاندې

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): د شنبې په ورځ اکتوبر د میاشتې په ۲۵مه (سبا) به ریال ماډرېډ او بارسلونا شخصې لوبډلې به له یو بل سره مخ کیږي. دغه داوړه لوبډلې د نړۍ په کچه ډیر زیات مینه وال لري او د نړۍ پیژندل شوي ستوري هم دغو لوبډلو کې لوبیږي.

د شنبې په ورځ به د فوټبال مینه وال په لوبغالي کې په یو ځل د فوټبال پنځه پیژندل شوي څیرې د یو بل په مقابل کې وویني. دغه یوه لوبه کې د نړۍ دوه غوره لوبغاړي، د فوټبال نړیوال جام تر ټولو زیات گول وهونکی او د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو قیمته څلور لوبغاړي لوبیږي.

دغه لوبه کې رونالډو، میسي، نیمار، سوارېز او رودریگیز به له یو بل سره مخامخ شي. گریت بېل خپل زخم له امله دغه لوبه کې نه شي لوبیدی.

میسې په دغو سیالیو کې زیات گول وهلو ریکاډ ماتولو ته نژدې و خو نوموړي یوه خبري کنفرانس ته ویلې چې د ریکاډ ماتولو څخه د ریال مادرېد ماتولو ته ترجیح ورکوي.

دغه لوبه کې میسي د بارسلونا او رونالډو ریال مادرېد لوبډلې ته لوبه کوي چې دغه دوه لوبغاړي یو د بل کلک مخالف دي.

میسي او رونالډو د فوټبال نړۍ تر ټولو پیژندل شوي څیرې دې او دغې لوبې په جریان کې به هم د ډیرو سیلانیانو سترگې به همدغه دوه لوبغاړي څاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان محمد

میسي هسې مشهور دی کنه د رودریګز په شان کلاړي په ټول جهان کې نشته ، مایي ورلډ کپ کې لوبه کې تعقیب کړې، ډیرخوندوره لوبه کوي

خان محمد

ستاسو د لوبي خو درک ونه لگیده او نه مو خبر ورکړ ، فکر کوم تاسو غلط شوي وئ مقابله د ریال مادرید له بارسلونا سره نه وه بلکی له لیورپول سره وه ، رئال مادرید دری په صفر وګټله زما اتل خامس رودریګز پکې ګول ونه کړ خو دده به فاس رونالدو یو خایسته ګول ووهلو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x