fbpx

دماین په چاودنه کې څلوربهرني عسکر ووژل شول

gدکندز په ولایت کې هغه وخت څلوروجرمني پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ ،چې دسپرلۍ پر پوځي موټر یې دطالبانولخوا ځاي پر ځای شوی ماین وچاودید،پېښه دشنبې په ورځ دچهار درې په ولسوالي کې رامنځ ته شوه ،دزورورې چاودنې له امله دوژل شویو پوځیانو موټر په مکمله توګه ویجاړ شوي.

 

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپیښې پړه پر غاړه اخیستی، نوموړی رسنیو ته په لیږل شوي ټلیفونی پیغام کې داهم ویلی چی تیره شپه یې دکندز ښار اړوند پر یوه امنیتی پوسته وسلوال برید کړي ، یو عسکر یې وژلی او درې نور یې سخت ټپیان کړي .

 احمدبریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د