نړۍ

د کعبې شريفې مشر متولي وفات شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): د کعبې شريفې د کيليانو مشر ساتونکی شيخ عبدالقادر طه الشيبي د ۷۴ کلنو په عمر په مکه مکرمه کې ومړ.

ارواښاد الشيبي د الشيبي کورنۍ څخه و او د جاهليت له زمانې د کعبې شريفې د کيلي مسؤوليت له همدې کورنۍ سره و او د مکې د فتحې پر مهال حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وفرمايل، چې دغه کيلي به د قيامت تر ورځې همدې الشيبي کورنۍ سره وي.

الشيبي کورنۍ د شيبه بن اوثمن ابو طلحه اولاد دی او دغه کورنۍ د مکې له فتحې مخکې په مکه مکرمه کې اباد وو.

اروښاد عبدالقادر الشيبي ته د کعبې شريفې د کيليانو مسؤوليت څلور کاله وړاندې د هغه د تره عبدالعزيز الشيبي له وفاته وروسته ورکړای شوی و.

ارواښاد الشيبي له پنځو مياشتو راهيسې د ځيګر پر سرطان اخته و او نن سهار يې د مکې مکرمې په نظامي روغتون خپل خالق ته خپل روح وسپاره.

د شيخ الشيبي جنازه نن په مسجد الحرام کې ادا شوه او جنت المعلا هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د کعبې شريفې د کيلي پرېکړه داسې شوې، چې د الشيبي کورنۍ تر ټولو مشر سړي ته به سپارل کيږي او د شيخ عبدالقادر له وفاته وروسته به دغه مسؤوليت دکتور صالح بن طه ته سپارل کيږي.

د کعبې شريفې د کيلي د ساتونکو په مسؤوليت کې د کعبې شريفې دروازه خلاصول او بندول او غسل ورکول شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x