
کابل: مهمې دیپلوماتیکې سیمه کې راکټونه لګېدلي
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل په مهمه دیپلوماتیکه سیمه وزیراکبر خان کې چاودنه شوې.
وروستي راپورونه وايي چې د وزیر اکبر خان په ۱۴ کوڅه کې راکټ مرمۍ لګېدلې. تر دې مهاله د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د سیمې څخه د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې چاودنه په یوه مهمه دیپلوماتیکه سیمه کې شوې. د نوموړي په وینا دغه سیمه کې د بهرنیانو سفارتونه دي.
د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي د پېښې د تصدیق سره ویلي چې د وزیر اکبر خان پر ۱۴ سړک یو راکټ لګېدلی.
سالنګي زیاته کړې چې په چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاندحشمت ستانکزي ویلي چې دغه راکټي برید د کابل پر وخت ۸ بجې او ۱۰ دقېقې رامنځته شو.
ستانکزي وویل چې سیمه پولیسو کلابنده کړې او څېړنې روانې دي.
تر دې مهاله د برید پړه چا په غاړه نه ده اخېستې.