افغانستان

ښايي سبا ۶ نیمې میاشتې وروسته د ولایتي شوراګانو پایلې اعلان شي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړې وايي چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو اړوند کارونه یې بشپړ کړي او وروستۍ پایلې به سبا له غرمې وروسته اعلان شي.

ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د وري په ۱۶مه ترسره شوې خو د شپږ نیمو میاشتو د تېریدو وروسته د ولایتي شوراګانو پایلې لا نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو غړې لیلا احراري پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ددغه کمېسیون غړو پریکړه کړې چې وروستۍ پایلې به سبا له غرمې وروسته ۲ بجې په یوه خبري ناسته کې اعلان کړي.

نوموړې د ولایتي شوراګانو د پایلو په اعلان کې تاخیر لامل تخنیکي ستونزې ښودلي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند هم ویلي چې یاد کمېسیون د پایلو اعلان استقبالوي.

په ولایتي شوراګانو کې ۲۵۹۱ کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې له منځه یې په لومړنیو پایلو کې ۴۵۸ کسان چې ۹۷ يې ښځې دي بریالي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x