ناټو د خپلو دوو پوځیانو وژنه تایید کړه
ناټو ویلی چی د افغانستان په جنوب کی د ماین چاودنی دوه بهرني پوځیان ووژل خو نور تفصیل یې ورنکړ . پرون طالبانو ویلی وو چی په کندهار او هلمند کی یې د ماینونو په چاودنو سره دوه بهرني پوځیان له منځه یووړل ، خو دا معلومه نه ده چی دغه هماغه دوه پوځیان دي او که نور .
په دې سره د جنورۍ په روانو ۳۰ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۳۰ ته ورسېدل .