
کابل: د «افغانستان ایکسپریس» ورځپاڼې پر ضد لاریون وشو
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲مه ۱۳۹۳ل): نن د جمعې په ورځ دکابل څخه خپریدونکې انګلیسي ورځپاڼې افغانستان ایکسپریس پر ضد په کابل او ننګرهار کې سختې مظاهرې وشوې.
د کابل په د عیدګاه جومات کې د یو شمېر چارواکو په شمول زرګونه کسان راټول شوي وو او د حکومت څخه غوښتنه کوله چې د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې چلونکي دې ونیسي او سخت دې مجازات شي، څو په اینده کې نور کسان ددغسې مضامینو د خپرولو جرات ونه کړي.
افغانستان ایکسپریس څو ورځې وړاندې الله جل جلاله، اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم پسې یوه توهین آمیزه لیکنه خپره کړې وه چې د افغانانو احساسات یې راپارولي.
د ملي وحدت او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې یو مخکښ مشر او د ولسي جرګې پخواني غړي حاجي فرید د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې چلوونکو ته د سختې جزا ورکولو غوښتنه وکړه.
نوموړي د لاریون د ګډونوالو څخه ژمنه واخېسته چې که حکومت د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې چلوونکو ته جزا ورنه کړله دوی به ټول په یو اواز د کابل لارو کوڅو ته راووځي.
لاریون کې شریکو کسانو ته په وینا کې د سولې عالي شورا پخوانی ویاند او د ولسي جرګي غړي مولوي شهزاده شاهد وویل چې تر دې وړاندې هم مقدساتو ته سپکاوی شوې خو جزا نه ده ورکړل شوې.
مولوي شاهد وویل چې د بهرنیانو د راتګ سره اسلام، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی شوی او آن ځېنې مرتد شول خو د حکومت په مرسته دغه خلک له هېواده بهر وویستل شول او هيڅ سزا ورنه کړل شوه.
شاهد په وینا حکومت که د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې چلوونکو او لیکوال ته جزا ورنه کړي نو ګډوډۍ به رامنځته شي.
د غونډې په نورو ویناوالو کې استادمحمد زمان مزمل، مشهور دیني عالم اود کابل ښارد حاجي عبدالرحمن جامع جومات خطیب مولوی عبدالسلام عابد اود یادې جبهې د مشرتابه شورا غړی شیخ عبدالهادي هادي وه.
د ژورنالیستانو او قلملوالو په خبره، په تېرو دیارلسو کلونو کې، چې د بیان د ازادي تر عنوان لاندې د ځينو خپلواکو او ارزښتونو ته د ژمنو رسنیو سربېره ځینو بې هویته رسنیو او لیکوالو هم خپرونې پیل کړې، دا د خپل ډول څوومه پېښه ده.
له دې وړاندې د عدلیې وزارت پخوانی ویاند او ژورنالیست غوث زلمی او پرویز کامخبش د اسلام سپېڅلي دین سپکاوی کړی، چې یو یې مخکې له دې چې څوک پرې خبر شي، بهر ته وتښتېد او د دوهم هغه په اړه ویل کېږي، چې که څه هم ظاهرا بندي دی؛ خو ښايي د حکومت او عدلي او قضايي ارګانونو د بې غورۍ او بهرنیو هېوادونو د فشارونو له کبله پرېښودل شي.