نظــر

د توهین لړۍ؛ له اتمره، تر احواره او اوس تر قراره!

لیکوال: ډاکټر کمال مرجان

د انتخاباتو له پروسې خبره شروع کوم. هغه وخت ډيرو دوستانو پر اشرف غني حمدزي یوه نیوکه دا کوله چې ښځه یې (لبنانۍ رولا) عیسوۍ ده. ماته دا انتقاد ډير پر ځای نه برېښېده. ځکه چې اشرف غني راته تر ډیره یوه سیکولر او داسې انسان ښکارېده چې دیني تمایلات به بېخي نه لري. شاید ټول دینونه ورته مساوي اهمیت ولري. سیکولران د اسلام په شمول ټولو اسماني او انساني دینونو ته د «مذهب» کلمه کاروي او په خپله خوښه یې په یوه تار تړي. دوی ته بودایزم اواسلام دواړه د برابرو «مذهبونو» اهمیت لري. خو زه نن پر خپلې اشتباه اعتراف کوم. اشرف غني ته دین اهمیت لري، اسلام ته یې پام دی، چې څنګه یي وځپي، توهین یې کړي، خلک پرې وغولوي، واک ته پرې ورسېږي او بیا یې توهین او ریشخند پیل کړی.

اشرف غني د واک په دویمه ورځ امریکایانو سره په پټو سترګو تړون لاسلیک کړ. داسې تړون چې څوارلس مادې يې د افغانستان له خوا امریکایانو ته وعدې دي او یوازې دوه مادې يې (هغه هم په مبهم ډول) افغانستان ته د امریکایانو ژمنې دي. داسې یو تړون چې موږ یې دیارلس کاله مزه ښه څکلې ده. اشرف غني د واک په دویمه ورځ یو شرموونکی، غیر اسلامي او غیر ملي تړون لاسلیک کړ. دا تړون به د افغانستان په تاریخ کې د ده په نامه په تور باب کې ثبتېږي.

مګر اشرف غني په ښکاره سپين پټکۍ تړي، د کشاف ډالر خورو علماوو(؟) سره ګوري او په صلح کې د دوی د رول غوښتنه کوي. خو واک ته د ده په رسېدو سره چې میاشت یې هم نه کېږی درې تنو د اسلام مبارک دین ته توهین وکړ. له دویم پرته اول او درېیم یې د انتخاباتو پر مهال د ده د کمپاین لاوډسپېکر و. د اتمر غیرت، اسلامیت، افغانیت، پوهه او عقل له همدې ښه جوتېدلای شي چي تړون یې لاسلیک کړ. په دې نظام کې تر ده بل بې غیرته او مړتت نه و چې د دووسۍ دې تړون لاسلیک ته تیار شي.

اتمر لړۍ پیل کړه!

حنیف اتمر چې د مجاهدینو پر ضد یې جګړه کې پښه له لاسه ورکړې ده اوس یو ځل بیا د واک او ځواک خاوند شو. دی اوس د غربي اشغال له راتګ سره له پروني کمونیزم اوسنی غربي لیبرالیزم ته رغړېدلی دی. ګوډ اتمر له کابله نوي ډیلي ته په ویډیو کانفرانس کې وویل چې په سویلي اسیا کې دې دینی مدرسې وتړلې شي. ځکه چې دوی د تروریزم ځالې دي او د ده په خبره افراطیت ته لمن وي!

اول که د ده دې احمقانه غوښتنې ته له سیاسي نظره وګورو، په سویلي اسیا کې د هند و پاکستان حکومتونه نه شي کولای چې دغه مدرسې وتړي نو ته ګوډ څنګه د دې احمقانه غوښتنې حق لرې چې د دې مدرسو تړل غواړي. په پخواني هندي نیمه وچه کې د اسلامي شرق د مدراسو د ثقل مرکز (دیوبند) موقعیت لري. هغه تاریخي دیوبند چې هندي حکومت د خپلو خلکو له وېرې نه شي ورلنډېدای. ته په کوم عقل دا خبره کوې چې باید مدرسې وتړل شي! اول له همدې خبرې ستا د سیاسې خبري پته لګېدای شي.

حنیف د یوه جاهل (ملي امنیت مشاور) په توګه داسې جاهلانه غوښتنه کوي چې د ده په هېواد کې ډيری خلک دینو مدرسو ته خپل بچیان استوي. که سروې وشي نور ټول مسلکونه یوې خوا ته د دیني مدرسو طالبان بلې خوا ته، په افغانستان کې یو قابل ملاحظه اکثریت لا هم دیني مدرسې لولي او پوهنتون او عصري علومو سره یې نه لګېږي. دا په اصطلاح د ملي امنیت(؟) مشاور په دې جاهلانه غوښتنه د ځان او خپل ګوډ، مات او پاشلي حکومت پر ضد ملي مقاومت لاپياوړی کوي او پراخوي. خلک به اوس لا ښه پوه شوي وي چې د ملي امنیت(؟) مشاور داسې رویاوې لري نو اشرف غني خو به تر ده هم مخکې وي.

د اتمر د دې جاهلې غوښتنې په عکس العمل کې نه د اشرف غني او نه هم د دیني علماوو شورا په نامه د کشاف پروژې هېڅ ونه ویل. ټول چوپه خوله وو. حتا هغوی چې د همدغو دیني مدرسو له برکته د شان و شوکت خاوندان شوي دي. اوس پر مدرسو د تاخت و تاز په مقابل کې خاموش دي.

د احوار چرندیات!

له اتمره وروسته د افغانستان ایکسپریس په نامه یوې انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم اسلام پسې راواخیسته. د جاوید احوار په نامه د شمال ټلوالې یوه بړېڅي لیکنه کړې پر اسلام او طیبه کلمه یې نیوکه کړې وه. د اشرف غني په حکومت کې له اتمره وروسته دا دویم ځل و چې یو څوک حتا په طیبه کلمه نیوکه کوي او اسلام د یوه دین په توګه په دې تورنوي چې له نورو انسانانو سره ګډ ژوند ردوي!

له هغې لیکنې په څرګنده ښکاري چې د جاوید احوار نومی کس مرتد دی. پخوا به مسلمان و خو وروسته ښکاري چې له دینه اوښتی. احوار د جرمني له خوا د «ځوانو رهبرانو» د ټولنې غړی دی. دې تولنې ۲۰۱۲ کال کې کابل پوهنتون کې محصلینو دوه ورځنی سیمینار درلود. هلته یې په اصطلاح ځوانانو ته د رهبرۍ او لیډرشپ مهارتونه ورښودل!

دا خلک په افغاني جامعه کې هېڅ ځای نه لري. د دوی د مطرح کېدو، رسانه یي کېدو او مشهورېدو راز په دې کې دی چې په کابل کې د بهرنیو سفارتونو او استخباراتو له خوا دوی تمویلېږي. د هماغو استخباراتو له خوا چې کومې رسنۍ تمویلېږي، همغوی بیا د دوی غږ اوچتوي، خبره یې د ولس تر غوږونو رسوي. ولس خبر نه وي چې د دوی تر شا کوم جهتونه لاس لري، د دوی تمویل او حمایه یې په غاړه اخیستې ده.
په کابل کې مشخص تلویزیونونه او ورځپاڼې دي چې د همدغو کړیو د تمویلوونکو له خوا حمایه کېږي او پړسول کېږي. دوی د ولس له خوا ډېر مخکې رد شوي دي.

او دوام یې د قرار په غپا…!

درېیم کس چې د کفر ویلو او توهین لړۍ يې په خپلې غپا سره وغځوله هغه د غزني د اندړو مجیدالله قرار و. مجیدالله چې یو وخت په دیني مدرسو کې طالب و، پاکستان کې يې له مدرسو نیولې تر پوهنتون پورې ټول سبقونه مکمل کړي دي د کرهڼې وزارت له ویندويۍ سره ځان ورک کړ او له طالبانو یې شروع وکړه چې پای یې دا دی د اسلام پر نقد تمام شو.

په کابل کې د USIP دفتر هغه فیسبوکیان چې د طالبانو او اسلامي ارزښتونو پر ضد او د امریکایانو په پلوۍ فېسبوک کې په کمپاین بوخت وو، امریکا ته ورغوښتي و. دغه اداره په اصل چې پښتو یې د امریکا د سولې انستیتیوت دی یوه استخباراتي اداره ده. دوی په هغو هېوادونو کې فعالیتونه لري چې حاکم حکومتونه د دوی په لاسونو چورلېږي. د فعالیتونو زیاته برخه یې معلومات ټولول او کوربه هېوادونو کې فرهنګي برخه کې کار دی. مثلا افغانستان کې همدا اداره د یو کلی او زر غږونو په نامه د ازادۍ رادیو په څپو یوه رادیويي ډرامه تمویلوي. چا چې دا ډرامه په منظم ډول تعقیب کړې وي هلته په ډير مهارت سره کوشش کېږي چې د افغانانو کورنیو کې ستونزې جوړې کړي. متاسفانه لیکوالان یې افغانان دي خو د کیسې محتوا او منځپانګه ټوله د امریکایانو له خوا ورکول کېږی.

قرار او ورسره بړېڅي يې د یوې دغسې ادارې له خوا دعوت شوي دي. مجیدالله غوښتل چې هلته ځان امریکایانو ته ډېر مخلص او متعهد وښيي نو ځکه یې فیسبوک او د فیسبوک موسس زوکربرګ تر اسلام څخه هم ډير عادل او منصف وبلل. په اجتماعي رسنیو کې ځوانانو د مجیدالله په دي خبره توند عکس العمل ښکاره کړ او د ده اصلي څيره یې ښکاره کړه.

ولې ارتداد؟

عوامل مختلف دي. اتمر که تړون لاسلیکوي، نو د ملي امنیت مشاورت ته خوشاله دی، خو احوار او قرار بیا د امریکا ګرین کارډ او هغوی سره د ځانګړو اړیکو جوړولو په لټه کې دي. ځکه د امریکایانو په ګټه د دوی فیسبوکي مبارزه دومره کومک نه شي کولای یا پر طالبانو نیوکي دومره موثرې نه دي، ځکه د قرار له غپا سره سره هم دا ډله قوي کېږي او خپرېږي. دوی بهتره ګڼلې چې مستقیم پر اسلام نیوکه وکړي او هغه هم د امریکایانو په شتون کې که طالبانو رسما کوم ګواښ وکړ بیا به دوی امریکایانو ته ووايي چې دا دی وګواښل شوو زموږ غم وخورئ.

ښه دا شوه چې د اتمر، احوار او قرار غپاوو ته د اصلي ملي او اسلامي لیکوالو له خوا توند، پراخ او جامع جوابونه وویل شول او د دوی څيري یې ښي معرفي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمیدی

مرجان صیب زه هم د غزنی د اندړو یم تیر کال مجید قرار یوی غونډی ته ورغوښتي وه بعد له معرفت څخه چی کله ده خبری پیل کړی تر اخیره مو غوږ ورته نیولی وه د ده نورو ملګرو هم خبر ی وکړی ناسته د یوی ټولنی د جوړولو په اړه وه چی فعالیتونه مو باید په خپله منطقه کی ډیر کړو کورسونه جوړ کړو ، استادان دلته تربیه کړو او هلته یی اندړو ته ولیږو او د دوۍ په اصطلاح د منطقی خلک روشن فکره کړو او له دی مرتجع افکارو څخه یی نور نو راوباسو ما له څان… نور لوستل »

Malim

بی علته هیڅ معلول نشته د ننی بدو معلولو علتونه همدا نیمچه کیبل او امام بیاتی صیب ول الله ج د دواړو طرفو جاهلانو او سترو بدبختو هیواد دشمنو خرو ته هدایت وکړی چه له هر قسم غلامی څخه اذاد پر اسلامی او افغانی بنیاد ولاړ اذاد او قوی ودان افغانستان جوړ کړی بی شکه په دواړو طرفونو کښی جاهلان وجود لری خو د دی بدیو د لری کولو لپاره منطق حکمت او علمی هڅی تر پزیکی هڅو یا اعمالو زیاتی موثری او د هیواد او اسلام په ګټه دی جنګ د امریکا پاکستان ایران په ګټه ده کونکی یی… نور لوستل »

غوربندي

مجيد قلار د خپلې سیاسي ابګنۍ په آخور (تاند پاڼه) کې د یو سپیناوي او ګیلی تر سرلیک لاندې لیکنه پورته کړې ده خدای شته ما په مثبت وجه نظر ولوستله خو پایله مې دا ترې راوویستله چې دا سړی د پښتو متل له مخې هم غل هم ِغیڼور ده، هم یې غول کړي او هم ګیله من ده ده ته پکار وو چې د لیکنی سرلیک یی د سپیناوي او بښنې په نوم وای همدارنګه دده په ټوله لیکنه کې د بښنې او ندامت یو ټکی او نشاني نه لیدله کیژي حتی وایي چې د فیسبوک په اړه می… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x