fbpx

خوست: د افغانستان بانک څخه 58 میلونه افغانی غلا سوي دي

AfghanistanBankمبارز زدران د المان ږغ رادیو سره په یو مرکه کې ویلي چې د افغانستان بانک د خوست ولایت د څانګې څخه 58 میلیونه افغانۍ غلا سوي دی، او دا چې د ددغه څانګي مشر سید ولي او د بانک خزانه دار تښتېدلی دی.

د تیري اونۍ راهیسي د خوست ولایت دغه څانګه د نامعلومو وجوهاتو پر بنا باندي تړل سوې وه، مګر اوس مالومه سول چې اصل علت یې دا وو.

مبارز ځدران ویلي چې جدي پلټني یې پيل کړي او تر اوسه په دې توانیدلي چې یو څو کسان ونیسي، او یو څه پيسې بیرته لاسته راوړي.

د بانک د بندیدو له وجې ټوله ورسره تړلي کارونه په ټپه ولاړ دي، خلګ چیکونه، حوالې، د موټرو اسناد، او د پاسپورټو لپاره پيسې په بانک کې جمع کول غواړې، یا نور کارونه کول غواړې مګر دا ټوله د بانک د تړلو وروسته په دغه ولایت کې ناشوني دي.

که څه هم نن د بانک ځینی حصو په جزیی توګه کار پیل کړی مګر د مراجعینو لوی لوی کتارو ورته ولاړ دي.

په یوه بله ورته پيښه کې نن د افغانستان بانک د هلمند ولایت څانګه هم د مسولینو د فساد له وجې تړل شوي ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د