نړۍ

مصر: سيناء کې موټر بم چاودنې ۵۴ مصري پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳مه، ۱۳۹۳ل): د مصر سيناء سيمه کې موټربم چاونې ۲۶ مصري پوځيان وژلي او ۲۸ يې ټپيان کړي دي.

مصري چارواکي وايي، چې دغه چاودنه «انصا بيت المقدس» جهادي ډلې د موټر بم په واسطه تر سره کړې ده.

د تېر يو کال په ترڅ کې پر مصري پوځيانو دا تر ټولو ستره چاودنه وه.

له دې مخکې پر مصري پوځيانو او دولتي ودانيو د بريدونو او چاودنو مسؤوليت «انصا بيت المقدس» نومې ډلې پر غاړه اخيسته، مګر د اوسنۍ چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

تېره يکشنبه هم انصار بيت المقدس جهادي ډلې د مصر سيناء کې د يوې چاودنې پر مټ اووه مصري پوځيان وژلي او څلور نور ټپيان کړي وو.

د مصر پخواني ټاکل شوي ولسمشر دکتور محمد مرسي پر ضد د پوځ د پخواني سرلښکر جنرال عبدالفتاح السيسي له خوا له پوځي کودتا وروسته سيناء سيمه کې پر مصري پوځيانو بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې اخوان المسلمين په خپل رسمي دريځ کې څرګنده کړې، چې دوی د سوله ييزې مبارزې لارويان دي او دغسې بريدونه او چاودنې د دوی کار نه دی، مګر مصري چارواکي اخوان المسلمين تروريستان بولي او د ورته چاودنو او بريدونو مسؤوليت پر اخوان المسلمين ډلې اچوي.

د تېر يو کال راهيسې مصري پوځ د غزې او اسراييلو سرحد ته څېرمه د انصار بيت المقدس جهاد ډلې پر ضد پوځي عمليات پيل کړي، مګر تر اوسه پر دې نه دي بريالي شوي، چې دغه جهادي ډله کمزوري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x