
د ژېړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار ولايت ژیړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی دی.
د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند صميم خپلواک وايي، چې د ژېړۍ د ملي امنيت مدير شاه محمود تېره ورځ ماسپښين دوه بجې په يو سرتيري بريد کې وژل شوی دی.
صميم خپلواک رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې شاه محمود د خپل پټ راپور پر اساس غوښتل، چې سپين بولدک ولسوالۍ نوي کلي کې د سرتيري بريدګر مخه ونيسي، مګر سرتيري بريدګر پر شاه محمود وار لومړی کړ او خپلو چاوديدونکو ته يې چاودنه ورکړه او د ملي امنيت مدير يې ځان سره وواژه.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ملي امنيت يو شمېر کارکوونکو د دوی پر ملګرو چاپه ووهله، مګر د دوی ملګري پرې وار له مخه خپلو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او د ملي امنيت لس کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
طالبانو تېره ورځ د کندهار ولايت غورک ولسوالۍ امنيته قوماندان هم په يو بريد کې وژلی وه.