نړۍ

سویډن «ډيپورټ» شوو پناغوښتونکو ته د بېهوشۍ ستنې ورکوي

راپور: سیف الرحمن شیرزاد – ستکهلم

تازه راپورونه وايي چې د سویډن دولت هغه پناه غوښتوونکو ته چی باید د سویډنه وویستل شي،  پولیسو ورته د بیهوشۍ ستنې ورکړي، څو د دغه هېواد څخه د ویستلو پر مهال له زوره کار وانخلي .
هغه عکسونه چې رسنیو کې خپاره شوي په کې  ښودل کیږي چې پولیس دغه  تړلي او  له سویډنه يې شړي، په همدی عکسونو کی ښودل کیږي چې پولیسو دغه کسان د لاس او پښو نه نیولی او پورته یی له ځان سره وړي .

راپورونه وايي  چې د بېهوشۍ په دغو ستنو کې نشیي توکي  هم استعمال شوي،   تر څو دغه کسان ونکړای شي چی له پولیسو سره کومه ستونزه پیدا کړی او له ستونزې پرته  خپلو هیوادانو ته ولاړ شي.

زیات شمېر کسان چې اروپايي هېوادونو ته تللي دي، بېرته خپلو هېوادونو ته زړه نه ښه کوي.

د سویډن راډیو ډيپورټ شوو پنا غوښتونکو ته د نشيې ستنو ورکولو باندې څېړنې کړي، دغه څېړنې ښيي چې  د سویډن د پناه غوښتونکو ډیپورت او یا هم بیرته خپل هیواد لیږل ډیر شوي دي او هره ورځ لس ۱۰ پناه غوښتونکي د بېلابېلو  دلایلو پر بنسټ د سویډنه ویستل کیږي.

تر اوسه کوم دقیق شمیر لا نه دی معلوم شوی چی څومره پناه غوښتونکي له دی هیواد نه لیږل شوي.

خو دمګړۍ   د سویډن دولت د ۳۵ نه تر ۴۰ پوری افغان پناه غوښتونکي وروسته له هغې چې د سويډن څخه د ویستلو حکم پرې وشو، سټکهلم نه کابل ته لیږل شوي دي.

په سویډن کې پناه غوښتونکي ځانګړی کمپ لري،  دغه کمپ کې پناه غوښتونکو ددې پر ضد لاریون هم وکړ چې نور د سويډن څخه د پناه غوښتونکو کسانو د ویستلو لړۍ بنده شي خو تر اوسه نه دي توانيدلي چې د دغه کار مخه ونیسي او بیا هم ډیر شمیر پناه غوښتونکی پر زور ویستل شول.

د قانون خلاف

د سویډن راډیو په خپل څېړنیز راپور کې وايي چې کومې ستنې پناه غوښتنونکو ته د ویستلو پر مهال ورکول کیږي دغه ستنی د سويډن قانون خلاف دي.

راپور کاږي چې د ډيپورټ مسوولیت د سویډن دولت د زندانیانو او انتقال سازمان پر غاړه لري او دغه اداره په مستقل ډول قانون تر پښو لاندې کوي.

بل پلو  یو شمیر پناه غوښتونکو ویلي دي چې د لیږلو پر مهال  وهل شوي هم دي او په زور ورته دغه ستنې پېچکارۍ شوي.

تر دې مهاله د سویډن دولت او یا هم د زندانانو او یا د انتقال اداری په دی اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x