Zindanyan-puli-charkhi

څرخي پله زندان کې سپين ږيرو او معيوبو بنديانو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه ۱۳۹۳ل): د کابل په څرخي پله زندان کې یو ځل بیا سپین ږیرو او معیوبو بندیانو اعتصاب کړی دی.

د دغه زندان يو تن بندي له خورا سختو شرايطو سره سره توانېدلی چي له نن ټکي اسيا سره اړيکه ونيسي او د بنديانو د اعتصاب په اړه د موبایل له لارې معلومات ورکړي.

نوموړی بندي وايي چې د څرخي پله د زندان په څلورم بلاک کې يو شمېر سپين ږيرو او معيوبو بنديانو له تېرو دريو ورځو راهيسي په اعتصاب لاس پورې کړیدی. نوموړی د د دغو بنديانو د اعتصاب لامل د اشرف غني احمدزي له لوري دوی سره پر کړو ژمنه نه دریدل ښيي.

بندي وايي «اشرف غنی له دوي سره پر کړې ژمنه و نه درېده او خپلې کړې خبرې یې ډېر ژر هيرې کړې».

یاد بندي وايي چې په اعتصاب کوونکو بنديانو کې تر ۹۵ کلونو پورې سپين ږيري او په دواړو سترګو نابينا بنديان هم شته دی چې اشرف غني د څرخي پله د زندان څخه د لیدلو پر مهال ورسره د خوشې کېدو ژمنه کړې وه، خو لا هم نه دي خوشې شوي.

د نن ټکی اسیا سرچېنه ددغو بندیانو له خولې وايي چې «اشرف غني له دوی سره ژمنه کړې وه چي ددوی دوسيي به يوه اوونۍ کي څېړي او د ډېر عمر لرونکي او صعب العلاج بنديان به خوشې کوي خو دادی له دوو اونيو ډېر وخت وشو چي دوی ته نه د دوی د دوسيو په اړه څه ويل شوي او نه هم خوشې شويدي».

سرچینه وايي چې بنديان ګواښ کړی که د دوی حقوقو ته پاملرنه ونشي دوي به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د